د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین نایب: نبي او راشد زما مشران دي او زه یې درناوی کوم


ګلبدین نایب وایي چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي د افغانستان لپاره لوبې کوي
ګلبدین نایب وایي چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي د افغانستان لپاره لوبې کوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی کپټان ګلبدین نایب وايي چې محمد نبي او راشد خان د هغه لپاره مجرب لوبغاړي دي او پوره درناوی یې کوي.

ګلبدین نایب د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له کپټان کېدو وروسته په خپلې لومړۍ مرکې کې امریکا غږ اشنا ته وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، د ټول هېواد ده او "ملي لوبغاړي به ګډې هلې ځلې کوي چې د افغانستان کرکټ" نور هم ښه پر مخ ولاړ شي.

محمد نبي او راشد خان د اصغر افغان په لېرې کېدو انتقاد کړی و او دلیل یې دا دی چې نړیوال جام یو مهم ټورنمنټ دی او باید کپټان اوس بدل شوی نه وای. خو ښاغلي نایب وویل چې دا د دغو ستوریو "خپل نظر دی ا ورته پوره درناوی لرم".

ښاغلي نایب "دوی زما لپاره سینر (مجرب) لوبغاړي دي، زما وروڼه دي، زما ملګري دي، زه به کوښښ کوم چې د دوی له تجربو ګټه واخلم. ما د دوی په مشرۍ هم لوبې کړي او دوی زما مشران دي. زموږ یو ټیم دی یو کور دی او په ګډه به یې پر مخ بوځو. زموږ ورولي ده او دا اتفاق او اتحاد به وي."

د افغانستان د کرکټ شاوخوا ۳۵ لوبغاړي د شنبې په ورځ (اپریل۶) جنوبي افریقا ته ورسېدل چي د نړیوال کپ سیالیو ته تمرینات وکړي. ګلبدین نایب وویل چې افغان لوبډله هلته له ځايي ټیمونو سره شپږ لوبې لري او بیا د نړیوال کپ سیالیو ته روانیږي.

هغه ډاډ وښوده چې د ځینو لوبغاړو ترمنځ د نظر اوسنی اختلاف به حل شي او ټول ټیم به په لوړ مورال سره نړیوال جام کې ولوبيږي.

ګلبدین نایب د امریکا غږ خبریال جعفر هاند سره په مرکې کې د نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو پر چمتوالي هم وغږېده، د هغه ټوله مرکه یې دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG