د لاس رسي وړ اتصالات

افغان زلزله ځپلو سره د مرستو دوام؛ اروپايي ټولنې یو میلیون ایرو مرسته اعلان کړه


په افغانستان کې له وروستۍ زلزله ځپلو سره د مرستې په دوام اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي ټولنې تیره شپه جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې نغدي مرسته سره به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک پاکې اوبه، سر پناه، د حفظ الصحې امکانات او د زیانمنو شوو کسانو لپاره د ساتنې خدمات برابر شي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي: "د جون پر ۲۲مه د افغانستان په جنوب ختیځ کې د سختې زلزلې په غبرګون کې ،اروپايي ټولنې د اغېزمنو افغانانو د لومړنیو اړتیا پوره کولو په هدف د بشري مرستو په برخه کې یو میلیون یورو ځانګړې کړې ده."

پر همدې مهال د بحران مدیریت د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو په برخه کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیچ ویلي و چې په افغانستان کې د سختې زلزلې امله د دغه هیواد بشري ناورین نور هم زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې سیمه ییز کار کوونکي په سیمه کې دي او وايي، د راپورونو له مخې په یاده زلزله کې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

ښاغلي لنارچیچ ویلي چې د اټکل له مخې په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۷۰۰۰۰ خلک مرستو ته اړتیا لري. خو وايي اروپايي ټولنه له زلزله ځپلو سره نورو مرسته هم چمتو ده.

پر همدې مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف په بشري مرستو بار دوې طیارې کابل ته استولي دي.

هند ویلي چې په دغه ۲۷ ټنه بشري مرسته کې، خېمې، د کور اړین سان الات، کمپلې او ځينې نور اړین توکي شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بشري مرسته په افغانستان کې د ملګرو متلونو د بشري مرستو د هغږغۍ دفتر (UNOCHA) او د افغان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو، پيژندل شوو څېرو او خیریه بنسټونو لخوا د مرستې راټولو کمپاینونه پيل شوي دي.

بلخوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن جمعه د متحده عربي اماراتو او ایران په خوراکي، روغتیايي او غیر خوراکي موادو بار دوې طیارې د خوست نړیوالي هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د سه شنبې د شپې د زلزلې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت ویلي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سربیره قطر هم زلزله ځپلو سره کابل ته بشري مرستې استولي، چې د مرستو یوه برخه یې زلزله ځپلو سیمو ته هم لیږل شوې ده.

سیمې ته د بشري او طبي مرستو په لړ کې د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ویلي چې افغانستان کې د سه شنبې د شپې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۹.۸ ټنه طبي وسایل سیمې ته استولي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې همدا شان په دې اعلامیه کې ویلي چې ټیمونه یې د سیمه ییزو روغتیايي کارکونکو ملاتړ کوي چې په زلزله کې د ټپیانو د ژغورنې لپاره په سیمه کې په کار بوخت دي.

د طالبانو حکومت د نړیوالو ادارو څخه غوښتي چې د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستوي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند د مرستې رسونې له نړیوالو ادارو غوښتي چې په دې ' ستر مصیبت' کې د افغانانو په څنګ کې ودریږي.

پر همدې مهال د خوړو نړیوال پروګرام نن جمعه ویلي چې د دوی معلوماتو په اساس په خوست او پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۱۰۰ کورونه نړیدلي دي.

یاد سازمان ویلي چې ۳۰۰کورونه د پکتیکا په برمل او۱۰۰۰ په ګیان او ۸۰۰ د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې نړیدلي دي.

XS
SM
MD
LG