د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات-ډیلي پر هوايي دهلیز صادرات پیل شول


افغانستان د هرات-ډیلي له هوايي دهلیز له لارې هند ته صادرات پیل کړل
افغانستان د هرات-ډیلي له هوايي دهلیز له لارې هند ته صادرات پیل کړل

د افغانستان د هرات او هند د نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو او په لومړي ځل له دې لارې صادرات وشول.

د هرات والي د دغه دهلیز پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله. هغه وویل مخکې افغانستان پر یو هېواد متکی و اوس د هغه په خبره ډېرې هوايي او ځمکنۍ لارې لري.

د هرات-نوي ډیلي د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان په لومړیو صادراتو کې ۲۰۰ کیلو ګرام زعفران او ۱۲۰۰ کیلو ګرامه وچه میوه وه. لومړی پرواز د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۱) وشو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې د هرات-ډیلي د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت د مهمو اقتصادي پلانونو څخه دي چې د افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.

هغه وویل د دغه هوايي دهلیز له لارې د افغانستان خصوصي سکتور د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلول کیږي.

د هرات د سوداګرۍ د خونو مشر سعد خطیبي وایي چې د دغه دهلیز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې میوې تر څنګ نور صادرات هم استول کېدی شي.

افغان حکومت وايي اوس افغانستان له اقتصادي پلوه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نوې لارې او ترانزیت لري. تر دې مخکې افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره پر پاکستان تکیه و.

افغان چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دهلیز له لارې د سیمې هېوادونو او نړۍ ته صادرات کړي دي.

همدا څو اونۍ مخکې افغانستان ته هغه کاروان په مالونو بار بېرته راستون شو چې پر منځنۍ آسیا د ورېښمو له لارې ترکیې ته تللی و او له اخوا یې اروپايي مالونه افغانستان ته انتقال کړل.

XS
SM
MD
LG