د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان د ټسټ د اتلولۍ په سیالیو کې نشته؟


د ټسټ د اتلولۍ په سیالیو کې د ټسټ نهه غوره لوبډلې لوبیږي
د ټسټ د اتلولۍ په سیالیو کې د ټسټ نهه غوره لوبډلې لوبیږي

د کرکټ نړیوالې شورا د ټسټ نړیوالې اتلولۍ د سیالیو تازه مهالوېش او د ګډون کوونکو لوبډلو نومونه اعلان کړل. افغانستان په کې نشته.

د ټسټ د اتلولۍ سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د اګست په لومړۍ نیټه پیلیږي. په دغو سیالیو کې د ټسټ نهه غوره لوبډلې لوبیږي چې آسترالیا، انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، هند، سریلانکا، جنوبي افریقا، نیوزلنډ او ویسټ انډیز په کې شامل دي.

د دغو لوبډلو د سر دوه غوره لوبډلې به د ۲۰۲۱کال په جون کې په انګلنډ کې پایلوبه کوي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي د دغو اتلولیو لپاره دا نهه لوبډلې د ۲۰۱۸ د مارچ تر ۳۱ پورې د ټسټ لوبو د درجه بندۍ په اساس ټاکل شوي دي. په دې مانا تر دغې نیټې پورې چې کوم هېوادونه د ټسټ لوبو په نړیوالې درجه بندۍ کې په نهو لوبډلو کې وو، په دغې اتلولۍ کې لوبیږي.

په دې حساب زمبابوې لسم، افغانستان یولسم او ایرلنډ دولسم ټسټ ټیمونه دي چې په دغو سیالیو کې برخه نشي اخیستلی.

د ټسټ د اتلولۍ په سیالیو کې ټولې ۷۲ لوبې او ۲۷ د لوبو لړۍ او سیریز دي چې په دوو کلونو کې به کیږي. هره لوبډله درې سیریز په کور او درې له کوره بهر بل هېواد کې کوي.

هر سیریز ۱۲۰ نومرې لري چې د لوبې په سر ۲۰ نومرې حسابیږي. که کوربانه او میلمانه هېوادونه توافق وکړي، ځینې ټست لوبې به د شپې هم وشي.

د ټسټ د اتلولۍ دا سیالۍ د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د ( آینده سفرونو پروګرام- اف ټي پي) د اعلان شوي مهالوېش له سیالیو څخه جلا دي.

د اف ټي پي پروګرام تر ۲۰۲۳ کال پورې دی، په دغه پروګرام کې افغانستان هم د آسترلیا په ګډون د نړۍ د غوره هېوادونو سره د ټسټ لوبې لري، چې را روانې دوې لوبې یې له بنګله دېش او ویسټ انډیز سره دي.

افغانستان تر دې دمه د ټسټ دوې لوبې کړي چې پر هند یې بایللې او له ایرلنډ څخه یې ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG