د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ په کابل کې له وطنۍ خاورې "پېچ" جوړوي


کرکټ بورډ وايي له وطنۍ خاورې د کرکټ پېچ جوړوي
کرکټ بورډ وايي له وطنۍ خاورې د کرکټ پېچ جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کابل په لوبغالي کې ۱۵پېچ/پیچز یا د توپ ویشتلو او غورځولو ځایونه جوړ کړي.

کرکټ بورډ وايي چې دا پېچ به له وطنۍ خاورې جوړیږي.

په کرکټ کې (Pitch) د دوو ویکټو ترمنځ د میدان هماغه مرکزي نقطه/کرښه ده چې بیټسمینان په کې بېټېنګ کوي او بالران په کې توپ غورځوي. پېچ په معیاري ډول شاوخوا ۲۲ یارډه (۲۰م) اوږد او شاوخوا ۱۰ فوټه پلن وي.

پېچ هوار وي، له خاورې جوړیږي او د بېلابېلو هېوادونو موسم ته په کتو جوړیږي چې په ځینو هېوادونو کې واښه هم پرې شنه وي، ځينې هېوادونه وچ کلک پېچونه لري او د ځینو یې بیا نمناک وي.

د کرکټ پېچ
د کرکټ پېچ

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایي مشر اسدالله خان وايي چې د کابل لوبغالي په ملي اکاډمي کې دا پیچونه جوړوي.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې د ښاغلي اسدالله له خولې لیکل شوي دي "له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالي شو چی په هېواد کې د ننه د ویشتنځایونو(پیچونو) لپاره ځانګړې خاوره پیدا کړو او په راتلونکي کې به له دې خاورې د هیواد په ټولو لوبغالو او اکاډمیو کې ګټه پورته شي."

کرکټ بورډ وايي تر دې مخکې له ځینو نورو بهرنیو هېوادونو څخه به د پېچ لپاره خاوره راوړل کېده، خو په خبره یې اوس دا خاوره په افغانستان کې دننه پیدا کیږي.

څو ورځې مخکې د شمال زون لپاره د کرکټ بورډ مسول فرید عالم امریکا غږ ته وویل چې د نوي هجري شمسي کال په ورځ یې د مزار شریف په ښار کې د فوټبال په میدان کې د کرکټ پېچ جوړ او لوبه یې وکړه.

ښاغلي عالم دا خبره هم وکړه چې د پېچ خاوره یې په بلخ کې پیدا کړه چې د هغه په وینا دا په خپله یوه ښه خبره ده.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې په کرکټ کې خورا چټک پر مخ ولاړ. دا مهال په کور دننه لسګونه زره ځوانان په رسمي او غیر رسمي ډول کرکټ کوي.

د ولایتونو په کچه رسمي لوبډلې او کلپونه هم شته، خو پر کرکټ بورډ تل دا نیوکه کیږي چې د کرکټ د لا غوړېدا لپاره یې اسانتیاوې نه دي برابر کړي او په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالي، اکاډمۍ، پېچونه او نور امکانات نلري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG