د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل وژل شوي خبریالان څوک دي؟


په برید کې شاوخوا ۲۵ تنه وژل شوي دي
په برید کې شاوخوا ۲۵ تنه وژل شوي دي

په کابل کې د دوشنبې( اپریل۳۰) د داعش ډلې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۲۵ تنه ووژل شول چې نهه یې افغان خبریالان او خبریال-عکاسان وو.

په خوست هم کې نن وسله والو کسانو د بي بي سي خبریال احمد شاه وواژه.

په وژل شویو خبریالانو کې یې درې نور، محرمه درانۍ، عباد حنانزی او سباون کاکړ وو. درانۍ د مېرمنو خپرونه جوړوله، حنانزي، «د زهرو کاروان» په نوم خپرونه چلوله او سباوون کاکړ ویدیوژورنالیست و. دوی درې واړه د ازادۍ راډیو کارکوونکي وو.

د امریکا غږ مشرې امینډا بینټ د دغو خبریالانو وژل غندلي او له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په وژل شویو کې یې یو د فرانسې خبري اژانس عکاس شاه مری دی. ده له کلونو راهېسې په افغانستان کې کار کاوه او د ډېرو ځانمرګو او نورو بریدونو د پېښو تصویرونه یې اخیستي او نړۍ یې پرې خبره کړې.

د یک خصوصي تلویزون دوه خبریالان غازي رسولي او نوروز علي رجبي او د طلوع تلویزون عکاس یار محمد توخی هم په ننیو چاودنو کې وژل شوي دي. سلیم تلاش او علي سلیمي بیا د مشعل تلویزون خبریالان وو.

افغان چارواکي وايي دا ټول نهه خبریالان د لومړۍ چاودنې سیمې ته د راپور جوړولو او تصویر اخیستلو لپاره ورغلي وو چې بل ځانمرګي د هغوی په منځ کې ځان والوزوه.

په دواړو بریدونو کې د چارواکو په وینا ۲۵ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي دي. د داعش ډلې ته په منسوب، اعماق، ویبسایټ کې ادعا شوې چې دا برید دغې ډلې کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو بېلابېلو ټولنو دا برید غندلی او دا ورځ یې د افغانستان د مطبوعاتو او رسنیو لپاره یوه توره ورځ بللې ده. داعش ادعا کوي چې دا بریدونه یې کړي دي.

همدغه راز په خوست کې وسله والو د افغانستان لپاره د بي بي سي د پښتو څانګې خبریال احمدشاه هم وواژه. پر هغه د دوشنبې په مازدیګر په خوست کې برید وشو چې بیا وروسته په روغتون کې مړ شو. تراوسه چا د دغه برید مسولیت منلی نه دی.

XS
SM
MD
LG