د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په جنګ کې ۳۰ طالبان او پنځه افغان سرتېري وژل شوي


دا دویم ځل دی چې طالبانو د کندز د نیولو هڅه کوي
دا دویم ځل دی چې طالبانو د کندز د نیولو هڅه کوي

د کندوز د ښار له دویم ځل سقوط وروسته له ټولو ولسوالیو څخه هغه ځواکونه راټول شوي چې له تیرو درې اونیو څخه راپه دیخوا په عملیاتو بوخت وو.

اوس مهال د کندوز د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاو خوا د سه صد فامیلو په سیمه کې، د ښار غرب لورته د کابل بندر، اولې حوزې او سپین زر فامیلو کې، او د ښار جنوب لور ته د سه درک په سیمه کې، او د ښار ختیځ لور ته د خان اباد بندر په ګولايي کې لا هم د دولت مخالف وسله وال په سنګرونو کې دي.

خو په کابل کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې وسله وال طالبان یې له ښار څخه د باندې ویستلي دي. د وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې په جنګ کې تر دې دمه ۳۰ وسله وال وژل او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز په روانه جګړه کې زیات شمیر ملکی وګړي د هوايي مرمیو په ذریعه او یا هم نیغ په نیغه د هوايي ځواکونو په بمبار کې ټپیان شوي دي

د کندوز د عامې روغتیا مسولین وايي چې په تیرو دوه ورځنیو جګړو کې ۱۰۷ تنه ټپيان روغتون ته ور وړول شوي دی.

د عامې روغتیا سرپرست ریس عبدالحمید علم امریکاغږ ته وویل چې دوی د طبي پرسونل د کمبود له امله ټپیان ته نه شي رسیدلی"د ډاکټرانو د کمبود له امله مریضانو ته نه شو رسیدلی، او تر اوسه مو ځینې مریضان نه دي راجیستر کړي ځکه چې که مونږ د مریض معلومات واخلو کیدای شي وسله وال راته زیان ورسوي".

افغان ځواکونه هڅه کوي چې خلک له کورونو د باندې راونه ووځي خو خلک د ځواکونو خبرو ته غوږ نه نیسي.

د کندوز یو اوسیدونکی وايي" د کندوز نه ټول هغه کسان ځانونه وباسي چې کورونه یې د ښار په منځ کې دي دوي ویره لري چې حالات به تر دې نور هم خراب شي."

د والي کور سوځول شوی

د کندوز په روانه جګړه کې د سه درک په سیمه کې د والي شخصي کور ته اور اچول شوی، خو اسدالله عمرخیل هغه وخت له خپل کور څخه کډه کړې وه چې د ولایت دنده ورسپارل شوې وه.

د کندوز په جګړه کې ښکیل د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیری وايي چې دوی به د کندوز ښار له مخالفینو څخه پاکوي" مونږ د کندوز د ښار د بیا نیولو لپاره راغلی یو، په دشت ارچي کې مو مخکې تر دې عملیات کول طالبان چې زمونږ نوم واوري هغه سیمه پریږدي".

دا دویم ځل دی چې د کندوز ښار د دولت دمخالفو وسله والو له خوا نیول کیږي، له دې وړاندې هم یو ځل پر کندوز شدید جګړې وشوې خو د مخالفین په دې ونه توانیدل چې دغه ښار ونیسي.

طالبانو په یو بیان کې چې د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر پر پاڼه په سیمه ییز وخت سهار خپور شوی و ویل شوي چې همدا اوس د کندز ښار کې د والي پر دفتر سخته جګړه روانه ده.

طالبانو د دوشنبې په سهار د کندوز پر ښار له څلورو خواو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې ډیرې سیمې ونیولې.

تیر ځل د کندوز د ښار د سقوط پر وخت له اکثرو دولتي ادارو څخه کمپیوټرونه او نور وسایل وړل شوي وو خو دا ځل معلومه نده چې بیا به له دولتی ادارو څخه وسایل وړل شوي وي او کنه، تر اوسه دولتي چارواکیو هم د دولتي ادارو د چور کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG