د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي حزب اسلامي له طالبانو سره په مرستې تورن کړه


ښاغلي نور د حزب اسلامي ځینې قومندانان تورن کړل چې طالبانو ته یې امنیتي پوستې پرېښي دي
ښاغلي نور د حزب اسلامي ځینې قومندانان تورن کړل چې طالبانو ته یې امنیتي پوستې پرېښي دي

د بلخ والي عطا محمد نور د حزب اسلامي ځیني قومندانان له طالبانو سره په مرستې تورن کړل.

په بلخ کې چارواکي وايي چې د چمتال له ولسوالۍ څخه یې ټول طالبان شړلي دي او سیمه یې ترې پاکه کړې ده.

په خپله د بلخ والي عطا محمد نور له طالبانو سره جنګ لپاره د چمتال ولسوالۍ ته تللی و. هغه د حزب اسلامي ځینې قومندانان تورن کړل چې په پاڅونوالو یې فشار راوړی چې یو شمېر امنیتي پوستې طالبانوته پرېږدي.

خو هغه په مشخص ډول د کوم چا نوم وانخیست.

سیمیز چارواکي وایي له شاوخوا دریو اونیو راهېسې طالبانو د چمتال ولسوالۍ ځینې کلي نیولي وو. ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې عطا محمد نور ته ورڅېرمه ځینې توغندي هم لګېدلي خو هغه ته په کې زیان رسېدلی نه دی.

ښاغلي نور ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې یې لسګونه وسله وال طالبان وژلي او پنځه تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

په بلخ کې په تېر وخت کې طالبانو ځینې سیمې نیولې، بیا یې پرېښې او بیا یې نیولې دي، خو دا واري د بلخ چارواکي وايي چې طالبان به بیا پرېنږدي چې په سیمه کې نا امني جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG