د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امربالمعروف وزارت 'د ژوندیو شیانو' پر تصویرونو بندیز پراخوي


د کابل ښار کې یوه لوحه
د کابل ښار کې یوه لوحه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په رسنیو کې د ژوندیو شیانو د تصویرونو په خپرېدو بندیز په تدریجي ډول پراخوي، ګڼ شمېر ولایتونو کې یې دغه بندیز اعلان کړی او افغان خبریالانو ویلي چې ځینو طالب مشرانو د خپل عکس او یا ویډیو اخیستل منع کړي دي.

د اکتوبر له نیمايي راهیسې دغه وزارت په پرله پسې ډول په ولایتونو کې له خبریالانو سره غونډې جوړې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون له مخې، د روح لرونکو شیانو د عکسونو په اخیستلو او خپرولو بندیز په تدریجي ډول پلی کیږي.

د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې، په افغانستان کې پر تلویزیوني خپرونو بندیز وو، خو په ۲۰۲۱ کې ددغه ډلې د بیاواکمن کېدو راهیسې پر تصویري خپرونو بشپړ بندیز ندی لګول شوی.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون له مخې، د ټولنیز ژوندانه او کړو وړو په برخه کې مقررات چې له اسلام څخه د طالبانو د تفسیر له مخې وضع شوي، هم په یومخیز ډول ندي عملي شوي.

خو خبریالانو اندېښنه څرګنده کړې چې کیدای شي د تصویرونو پر اخیستو او خپرولو بشپړ بندیز پلی شي چې په دې توګه افغانستان به یوازنی هېواد شي چې دا ډول یو بندیز پکې عملي کیږي.

په دایکندي‌ کې یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "زه په دې اړه ډیر بد احساس لرم. د عکسونو اخیستل د ژورنالیزم یوه اساسي برخه ده."

دغه خبریال وویل چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له اعلان وروسته په دایکندي کې رسنیو ته د غونډو پرمهال یوازې د غږ ثبتولو ته اجازه ورکول کیږي. هغه اندېښنه وښودله چې "ددغه قانون د بشپړ پلي کېدو سره به د رسنیو ډیر کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي."

په افغانستان کې د تصویرونو په اخیستلو او خپرولو بشپړ بندیز په اړه اندېښنې په داسې حال کې ښودل کیږي چې په کابل کې یو شمېر وزارتونه او حکومتي چارواکي لا هم د انسانانو عکسونه خپروي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا مرسیر وویل: "داسې ښکاري چې د طالبانو مشر [هبت الله اخندزاده] او په کندهار کې د هغه نږدې ملګري غواړي چې د طالبانو د ۹۰مې لسیزې تګلاره پلې کړي، هغه مهال چې د ژوندیو شیانو پر تصویرونو بندیز و... خو ځینې طالب مشران ښايي ددغو نویو محدودیتونو سره موافق نه وي."

مرسیر زیاته کړه: "د نویو محدودیتونو وضع کول کیدای شي له خلکو سره [د طالبانو] هغه فاصله نوره هم پراخه کړي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو، د ښځو د حقونو او نور اقداماتو له کبله ایجاد شوې ده."

د قانون تدریجي پلي کول

د امربالمعروف وزارت هلې ځلې پیل کړي چې د ژوندیو شیانو پر عکسونو بندیز عملي بڼه غوره کړي. ددغه وزارت ویاند سیف السلام خیبر د اکتوبر په ۱۴مه وویل چې دا محدودیت په ټول افغانستان کې "په تدریجي ډول" پلی کیږي.

له هغه راهیسې د امربالمعروف وزارت اړوند او همدارنګه د ځینو نورو وزارتونو، ولایتي چارواکو او شخصي غونډو کې د تصویرونو او ویډیو اخیستل منع شوي دي.

د امربالمعروف چارواکو چهارشنبې په ننګرهار کې خبریالانو ته وویل چې " د قانون هره ماده د اسلام په رڼا کې ټاکل کیږي او ټول یې په پلي کولو مکلف دي."

په هلمند کې خبریالانو د جمعې په ورځ فرانس پرس ته وویل چې دوی ته هم د ژوندیو شیانو د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستلو په خلاف خبرداری ورکړل شوی دی.

په کابل کې، د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت رسنیو ته بلنه ورکړې چې په پنځو نورو ولایتونو کې ترسره شویو غونډو په څېر د ټولنې له مشرانو سره په ناسته کې ګډون وکړي. په دغه غونډه کې یوازې د غږ ثبتولو ته اجازه ورکړل شوې او له خبریالانو غوښتل شوي چې خپل موبایل تلیفونونه لیرې کړي.

په بدخشان ولایت کې د حماس وژل شوي مشر یحیا سنوار ته د درناوي لپاره د یوې غونډې تنظیم کوونکو فرانس پرس ته ویلي چې ددې غونډې د لغوه کېدو یو عمده لامل دا وو چې د غونډې پر یو پوسټر باندې د سنوار عکس چاپ شوی و چې د امربالمعروف د چارواکو د مخالفت سبب شو.

او په ګاونډي تخار ولایت کې، لږ تر لږه دوه ولایتي تلویزیونونو د اکتوبر د نیمايي راهیسې د ژوندیو شیانو ښودل بند کړي او پر ځای یې ددغه تلویزیونونو لوګو او طبیعي منظرې او غږ خپریږي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه د دریځ څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

په لسګونو افغانې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او افغانستان بې پولې خبریالانو د بیان د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۲۲ څخه ۱۷۸م مقام ته لوېدلی دی.

د طالبانو د مشرتابه په مرکز کندهار کې چارواکي له ډېرې مودې راهیسې د غونډو د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو منع شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د ژوندیو شیانو پر تصویرونو د بندیزنو له اعلان وروسته په دغه ولایت کې د ملي تلویزیون څانګې د اګست راهیسې د خبرونو خپرول بند کړي دي.

د افغانستان کې ملي رادیو او تلویزیون او طلوع تلویزیون اوس هم د انسانانو او نورو ژوندیو شیانو تصویرونه او ویډیوګانې خپروي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا مرسیر خبرداری ورکړ چې "داسې ریښتینې وېره شته چې یوه ورځ به په ټول هېواد کې بشپړ بندیز پلی شي،" خو هغه وايي چې اوسنی وخت د طالبانو له لومړنۍ دورې سره ډیر توپیر لري او هوښیارو موبایل تلیفونونو تلویزیون ته د خلکو پام کم کړی دی.

هغې زیاته کړه: "یوه متضاده خبره دا ده چې موږ وینو د طالبانو مشران پخپله د اړیکو او شهرت لپاره د غږیزو او تصویري رسنیو څخه کار اخلي."

خو خینو چارواکو یې بیا دغه محدودیت ته غاړه ایښې لکه د لوړو زده کړو وزارت چې د اکتوبر د پیل راهیسې یوازې د ودانیو او منظرو عکسونه خپروي.

ددغه مطلب په لیکلو کې د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG