د لاس رسي وړ اتصالات

د اتمر په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان پلاوی اسلام اباد ته تللی


افغانستان او پاکستان د څو میاشتو راهیسې د سولې او پیوستون د عمل پر ګډ پلان کار کوي.
افغانستان او پاکستان د څو میاشتو راهیسې د سولې او پیوستون د عمل پر ګډ پلان کار کوي.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغان امنیتي ادارو یو ګډ پلاوی د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه د بحث او خبرو لپاره نن یکشنبه (غبرګولی ۶مه) اسلام اباد ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه د دغه سفر په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ښاغلي اتمر په مشرۍ په دې پلاوي کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی برخه لري.

ښاغلي قادرشاه وویل " د سولې او تروریزم پر وړاندې د مبارزې په هکله په لومړي قدم کې دواړه هیوادونه پرې خبرې کوي او همدارنګه د افغانستان ، پاکستان او د سیمې پر وړاندې په پرتو امنیتي ګواښونو باندې خبرې کیږي".

د افغانستان جمهوري ریاست تیرماښام په یوه لنډه اعلامیه کې اسلام اباد ته د دغه پلاوي د سفر خبر ورکړ.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي، له جمهور رئیس غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي، چې افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه د خبرو او بخث لپاره دې یو افغان لوړ پوړی امنیتي پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي " د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه به د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی سبا (یکشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د دغه هېواد له نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي".

کابل ته د وري په اولسمه د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان مشرانو ترمنځ په خبرو کې په یو لړ مسلو د موافقو ترڅنګ پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ ته هم وروستۍ بڼه ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل په مشرۍ یو افغان پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره پر دغه پلان د غوايي په ۲۵ مه د خبرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا سند بشپړ شوی دی.

د دې سند له مخې باید دواړه هیوادونه په امنیتي، اقتصادي او سرحدي مسلو د بحث او خبرو لپاره ګډ کاري ګروپونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG