د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت تشریفاتي پای


ناټو په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت ختموي
ناټو په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت ختموي

په افغانستان کې د امریکا او ناتو د ځواکونو قومندان جنرال جان کمبل وویل چې دا ماموریت به اوس افغان امنیتي ځواکونو ته په یو روزنیر او د سلا مشورې په ماموریت باندې بدل شي.

د افغانستان امنیتی قواو د کال ٢٠١٣ له نیمایي نه د طالبانو په وړاندې د جگړې مشري په غاړه اخیستې ده.

جنرال کمبل وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د خپلې دندې د سرته رسولو وړتیا لري.

هغه وویل " افغان امنیتي ځواکونه ډیره وړتیا لري او زه د دوي سره له تیرو څو کلونو راهیسې په کار کولو ویاړم. د دوي د قومندې ظرفیتونه باید لوړ کړای شي چې همدې کار باندې بوخت دي. د حساب کتاب سیستم باید رامنځ ته کړي او همدغه کار د هر پوځ لپاره ډیر مهم وي- د لوجستیک سیستم او د سیستمونو د دوام لارې چارې ولټوي چې د متحدینو په مرسته به ښه شي."

بل خوا د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل چې د کار موده یې پای ته رسیدلی او د شنبی په ورځ افغانستان ته تللی دی، د یکشنبی په ورځ ېې خپلو پوځونو ته دېوې پوښتنی په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د زرو اضافی عسکرو پاتې کېدل، په عراق کې د داعش په وړاندې د روانې جگړې سره تړاو نلري.

د ناټو د جنگي ماموریت تشریفاتي پای
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

ښاغلي هیگل وویل "دلته زمونږ رول له عراق نه مختلف دی. عراق زموږ یو متحد دی. لکه څنگه چې تاسو ټول پوهیږئ او هلته مو دنده تر سره کړې ده، مونږ په عراق کې خپله وینه تویه کړې او پیسې مو مصرف کړي دي چې له عراقیانو سره مرسته وکړو خو په پای کې هرهیواد باید د خپل راتلونکي، برخلیک مسولیت په خپله واخلي چی خپله حکومت وکړي".

ښاغلي هیگل په تیرو دوو اونیو کې په کابل کې د طالبانو له خوا بریدونه ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې اوسمهال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون اړین دی.

وروسته بیا ښاغلي هیگل خبریالانو ته وویل چې که څه هم کابل ته دا د هغه وروستی سفر دی خو هغه په دې فکر ندی راغلی.

"زه د خپلو سرتیرو په مخکې ددې لپاره نه ېم ولاړ چی هغوی ته ووایم دابه له تاسې سره زما وروستی ملاقات وي. دا زما په فکر کې نه گرځي. زه تل راتلونکې ته فکر کوم او د دوي په هکله فکر کوم او پوهیږم چې تل به زمونږ پاملرنه په دوي متمرکزه وي. دا کار تر ما ډېر مخکې پیل شوی دی"

د جنوري له اولې نیټې نه وروسته به ١٣٠٠٠ سرتیري په ا فغانستاتن کې پاتې شي. تردې مخکې په کال 2011 کې په افغانستان کې د عسکرو شمېر ١۴٠٠٠٠ ته رسېدو. اوسمهال په افغانستان کې یوازې ١٥٠٠٠ سرتیري شتون لري.

XS
SM
MD
LG