د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا جام د کرکټ له سیالیو بهر شو


افغانستان د اسیا جام د کرکټ په سیالیو کې خپله دویمه او وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ په لاهور کې سپتمبر پنځمه (وږي۱۴) له سري لانکا سره وکړه او ویې بایلله.

په دې ماتې سره افغانستان د دغه جام له سیالیو بهر شو.

سري لانکا افغانستان ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه، افغانستان باید دا هدف په اورونو کې پوره کړی وای چې هم یې لوبه ګټلاې وای او هم یې د دغو سیالیو دویم پړاو ته لاره کړی وای.

افغانستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښه مبارزه وکړه. افغان لوبغاړي محمد نبي په ۲۴ توپونو چې ۵۰ منډې وکړې، داسې انګېرل کېده چې افغانستان دا هدف ترلاسه کولای شي.

د لوبې په لومړیو کې ویل کېدل چې افغانستان باید دا هدف په ۳۷.۱ اورونو کې پوره کړي، خو په وروستیو کې شېبو کې دا محاسبه بدله شوې وه او که افغانستان د ۳۸ اورو تر څلورم توپ پورې هم شپږیزه وهلې وای، هم یې لوبه ګټله او هم بل پړاو ته وتل.

راشد خان په ۳۷ اوور کې درې څلوریزې ووهلې، خو لا هم په دې فکر و چې افغانستان باید په ۳۷.۱ اورونو کې دا هدف پوره کړي. بل اړخ ته مجیب الرحمن ولاړ و، مجیب الرحمن د ۳۸ اور په لومړي توپ باندې د شاټ هڅه وکړه، چې کیچ او اوټ شو.

د هغه له اوټ کېدو وروسته، افغان روزونکي، مشاورین او د لوبډلې د مدیریت غړي او په میدان کې ولاړ راشد خان ښکارېدل، چې انګېرل یې دویم پړاو ته له وتلو پاتې شول.

په تلویزون کې د لوبې مبصرینو ویل چې افغان لوبډله خبره نه ده چې که د ۳۸ اورو تر څلورم توپ پورې هم شپږیزه ووهي، بل راونډ ته وتلای او لوبه ګټلای شي. یو مبصر څو ځلې وویل: دا د افغانستان لپاره د شرم خبره ده.

افغانستان په ۳۸ اورو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، لوبه یې هم وبایلله او له اسیا کپ سیالیو څخه هم بهر شول.

په دغې لوبې کې محمد نبي ۶۵، حشمت شهیدي ۵۹، رحمت شاه ۴۵، راشد خان ۲۷، نجیب ځدراڼ ۲۳ او کریم جنت او ګلبدین نایب ۲۲-۲۲ منډې وکړې. ګلبدین په توپ اچوونې کې هم څلور لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په دغو سیالیو کې دوې لوبې وکړې. لومړۍ لوبه یې په بنګله دېش باندې بایللې وه.

د اسیا کپ دویم پړاو لوبې سبا پیلیږي. پاکستان، هند، بنګله دېش او سري لانکا به له یو بل سره سیالۍ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG