د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تگلارې ته لا تر اوسه د شک په نظر کتل کیږي


Dr Abdullah and Pakistani Army Chief
Dr Abdullah and Pakistani Army Chief

نن کابل ته د خپل سفر په وخت د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف وویل چې ترهگر د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ډیورنډ د کرښې له شا او خوا سیمو څخه په استفادې د سمیې امنیت ته ستر گواښ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپلې اعلامیې کې وايي چې جنرال راحیل شریف افغانستان ته ډاډ ورکړ چې اسلام آباد چمتو دی د ترهگرو په له مینځه وړلو کې هر ډول عملي او جدي گامونه واخلي.

له ارگ څخه خپره شوې یوه اعلامیه وايي چې ولسمشر اشرف غني له جنرال راحيل شریف سره په لیدنه کې وویل، افغانستان او پاکستان د دې پر ځای چې د تېرې زمانې په مشکلاتو کې بند پاتې شي، باید په گډه د ترهگرۍ خلاف عملي او صادقانه گامونه واخلي.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي شریف په داسې حال کې ترهگري د دواړو هیوادونو خلاف جدي خطر بللې او افغانستان ته یې د پاکستان له خوا د دې ستونزې خلاف د جدي گامونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان سره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې له څه مودې راهیسې د پاکستان پوځ ستر عملیات پیل کړي دي، خو د ترهگریزو چارو ډیر کارپوهان لا تر اوسه ډاډه نه دي چې پاکستان دې هغه طالبان په دغو عملیاتو کې په نښه کړي وي چې په افغانستان کې دننه جنگیږي.

وتلی پاکستانی خبریال رضا رومي وايي چې د وزیرستان عملیاتو یو لوی دلیل د چین د حکومت فشار وو چې په پاکستان یې اچولې وو، ځکه چې هغه اسلامي تندلارې ډلې چې د چین په مسلمان میشته سینکیان سیمې په نا امنیو کې لاس لري، دلته له نورو طالبانو سره یوځای پټ وو.

رومي په دې نظر دی چې ضرب عضب نومي عملیاتو کې ازبک توندلارې ډلې او د پاکستاني طالبانو ځینې ډلې چې په پاکستان کې دننه په ترهگرو بریدونو تورنې دي، هم په نښه شوې، خو د حقاني ډله او نور ترهگر چې په شمالي وزیرستان کې پټنځایونه لري، او په افغانستان کې جگړې به مخ بیايي، په دغو عملیاتو کې نه دي په نښه شوې.

همدا رنگه داسې کومې نښې نښانې هم نه لیدل کیږي چې د ملا عمر تر مشرۍ لاندې د کوټې شورا خلاف دې کوم گام اوچت شوی وي.

پر پاکستان باندې نړیوال فشار:

د امریکا کانگرس ته په یوه نوي رپوټ کې پنټاگون هم په پاکستان تور لگولی چې د هند او افغانستان خلاف اسلامي تندلارې ډلې کاروي او له هغوی سره مرستې کوي.

رپوټ زیاتوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هند نفوذ د پاکستان په پرتله زیات شوی، پاکستان په مقابل کې د ترهگرو ډلو له کارولو څخه کار اخلي. پاکستان د پنټاگون په دغه رپوټ کلک غبرگون څرگند کړی او د احتجاج په توگه یې پرون په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د سیمه ایزو چارو کارپوه مطیع الله خروټي وویل چې پاکستان باندې اوس نړیوال فشار په داسې حال کې ډیر شوی چې په افغانستان کې له ترهگرو سره د پاکستان مرسته څه پټه خبره نه ده او اوس وخت را رسېدلی چې د افغانستان نوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره مستقیمآ د افغانستان په ناامنیو کې د پاکستان د رول خبره مطرح کړي.

د افغانستان په اړه د پاکستان تگلاره څوک جوړوي؟

د پاکستان په بهرنۍ تگلارې، په تېره بیا په ستراتیژېکو مسلو لکه هند او افغانستان، د پاکستان پوځ او ملکي حکومت اکثره یوه خوله نه وي.

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې د نواز شریف تر مشرۍ لاندې اوسنی ملکي حکومت څومره د هند او افغانستان په اړه د پاکستان تگلاره په خپله او څومره د پوځ په خوښه ټاکي.

ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې له افغانستان او هند سره د ښو اړیکو او د آزاد تجارت خبره کړې ده، خو ځیني کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان پوځ د صدراعظم نواز شریف له دغه ډول هڅو څخه خوښ نه دي، او په اسلام آباد کې د طاهرالقادري او عمران خان تر مشرۍ لاندې له څوارلسم اگست څخه پیل شوی احتجاج هم د پوځ او پاکستاني استخباراتو په اشاره پیل شوی، څو ښاغلی شریف دې ته اړ کړي چې د افغانستان او هند په اړه له خپلې تگلارې څخه لاس واخلي، او دغه دواړه هیوادونه پوځ ته پرېږدي.

ښاغلی رضا رومي په دې نظر دی چې نواز شریف له احتجاج وروسته تر ډیره حده د افغانستان او هند په اړه په خپله خوښه د تگلارې ټاکلو څخه په شا شوی، او دغه دواړه هیوادونه یې پوځ ته پرې ایښي.

افغان کارپوه ډاکټر اشرف هم په دې نظر دی چې د افغانستان په اړه د پاکستان ملکي حکومت بې وسې دی، باید له پوځ سره مستقیماً خبره وشي.

د ارگ نننۍ اعلامیه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له خوا د سفر بلنه منلې او د روانې میاشتې تر پای به دغه هیواد ته سفر وکړي.

دا به راتلونکې څرگند کړي چې پاکستان ته د ولسشمر غني سفر، له پاکستان سره د نوي پیل هڅې، په پاکستان باندې نړیوال فشار څومره گټور، او د ترهگرۍ په له مینځه وړلو کې د جنرال راحیل شریف څرگندونې څومره ریښتیا ثابېتېږي.

XS
SM
MD
LG