د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې ستانکزي او حبیبي ته د باور رايه ورکړه


د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ټول ۲۲۴ وکیلان حاضر وو او د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره ۱۱۳ رایو ته اړتیا وه.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ټول ۲۲۴ وکیلان حاضر وو او د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره ۱۱۳ رایو ته اړتیا وه.

د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند جنرال عبدالله حبیبي چې تر دې وړاندې یې د ملي اردو د رئیس ارکان د مرستیال په توګه دنده تر سره کولو، وتوانید چې دولسي جرګې د ۱۶۷ تایید او ۳۹ رد رایو په اخیستو سره د دفاع وزارت څوکۍ تر لاسه کړي.

دا لومړی ځل دی چې ولسي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دفاع وزارت نوماند ته د باور رایې ورکوي.

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې ولسمشر اشرف غني دفاع وزارت لپاره پخوانی لوی درستیز شیرمحمد کریمي د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور پیژندلې وو، خو ښاغلی کریمي و نه توانید چې د ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه کړي.

له هغه وروسته ښاغلي غني د دفاع وزارت لپاره محمد معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته د نوماند په توګه ور معرفي کړ، خو ښاغلی ستانکزی هم ونه توانید چې د ولسي جرګې له فلتر څخه بریالی ووځي او دفاع وزارت ته ورسیږي.

د روان کال د جوزا په ۱۹ نیټه د دریم ځل لپاره دفاع وزارت ته نوماند جنرال عبدالله حبیبي، د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره نوماند محمد معصوم ستانکزی د باور رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي شول چې د دغې جرګې له فلتر څخه دواړه بریالي ووتل.

جنرال عبدالله حبیبي خپلې زده کړې د توپچې په برخه کې په پخواني شوروي اتحاد کې تر سره کړي دي او د پخواني جمهور رئیس نجیب الله، برهان الدین رباني، د طالبانو په رژیم او د هغوی له نسکوریدو وروسته یې د فاع وزارت په بیلابیلو څانګو کې دندې تر سره کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند محمد معصوم ستانکزي له ولسي جرګې څخه د ۱۶۱ تایید او ۴۱ رد رایو په اخیستو سره د دغه ریاست څوکۍ ته لار پیدا کړه.

د ملي امنیت عمومي ریاست د تېرکال د سنبلې میاشتې راهیسې د سرپرستو ریسانو له خوا اداره کیږي، د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د تېر کال په سنبلې میاشت کې د دې لپاره له خپلې دنده استعفا ورکړه چې په حکومت کې په لوړه کچه امنیتي اختلافاتو شتون درلود.

ښاغلي ستانکزي هم د توپچې په څانګه کې خپلې زده کړې تر سره کړي او د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوران کې د مخابراتو وزیر او وروسته د سولې د عالي شورا د دارالانشاه د ریئس په توګه دنده تر سره کړي ده.

د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته نوماند محمد زمان سنګري هم وتوانید چې له ولسي جرګې څخه د ۱۳۲ تایید او ۵۲ رد رایو په اخیستو سره د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته لار پیدا کړي.

د ولسي جرګې په ننې غونډه کې له ۲۴۹ غړیو څخه د دې جرګې ۲۲۴ غړي حاضر وو او هر یو نوماند اړیتا درلوده چې د بریالیتوب لپاره د ولسي جرګې ۱۱۳ رایې تر لاسه کړي

XS
SM
MD
LG