د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: افغان حکومت به د سولې خبرو کې مرکزي رول ولري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول تړون ته په رسېدو کې به افغان حکومت مرکزي رول ولري.

ښاغلي پمپیو دا خبره د متحدو ایالتونو د سنا د بودیجې د تخصیص په کمېټې کې د سناتور لیندسي ګراهام په ځواب کې وکړه.

ښاغلي ګراهام له پپمیو وپوښتل: آیا دې کمېټې او نړۍ ته ډاډ ورکول شی چې "افغان حکومت به د سولې په هر تړون کې هدفمند حضور ولري؟"

ښاغلي پمپیو وویل "تر دې زیات... هغوی (افغان حکومت) به په مرکزي رول کې وي. دا به د افغانانو په مشرۍ یو بهیر وي." ښاغلي پمپیو د سه شنبې په ورځ (اپریل۹) دا خبرې وکړې.

طالبانو تر دې دمه په قطر کې امریکایي پلاوي سره پنځه ځلې مخامخ لیدلي د بلې غونډې لپاره امادګي نیسي، خو له افغان حکومت سره یې له لیدو کاتو انکار کړی دی، همدغه کار د قطر د خبرو په اړه یو لړ اندېښنې راپارولي دي.

تېره ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې دیموکرات غړو ښاغلي پمپیو ته په استول شوي لیک کې غوښتي وو چې له طالبانو سره دې د خبرو په اړه هغوی ته معلومات ورکړل شي.

هغوی انتقاد کړی دی چې ولې د امریکا د بهرنۍ تګلارې د داسې یوې مهمې مسئلې په اړه سنا ته معلومات نه ورکول کیږي.

امریکايي چارواکي وایي له طالبانو سره د قطر په خبرو کې پرمختګونه شوي دي خو لا کوم تړون نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG