د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالۍ: د آصف مومند د نیولو حکم مو ندی ورکړی


د رپوټونو له مخې د بلخ والي عطا محمد نور او د ولایتي شورا د غړي آصف مومند ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې اختلافونه شته
د رپوټونو له مخې د بلخ والي عطا محمد نور او د ولایتي شورا د غړي آصف مومند ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې اختلافونه شته

د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي چې د آصف مومند د نیولو حکم تر اوسه د دې ادارې له خوا صادر شوی نه دی.

دا پداسې حال کې ده چې د بلخ والي عطامحمد نور پورې تړلو وسله والو د دوشنبې په ماښام تر یوې لنډې وسله والې نښتې وروسته، د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد آصف مومند ونیوه.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ ته ویلي چې ښاغلی مومند د عدلي او قضايي ادارو د حکم پر بنسټ د اداري فساد په تور نیول شوی دی.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، ښاغلی مومند له دغې پیښې مخکې د یوې قضیې په تړاو څو وارې لویې څارنوالۍ ته جلب شوی او د څارنوالانو پوښتنو ته یې ځواب ورکړی دی.

ښاغلی رسولي وایي "د هغه د نیولو حکم تر اوسه د څارنوالۍ له خوا صادر شوی نه دی، دا موضوع په بشپړه توګه له هغې قضیې څخه چې د څارنوالۍ له خوا څیړل کیده، یوه جلا پيښه ده".

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست، د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ او د سیمه‌ییزو یو ګډ هیات ته د آصف مومند د نیولو د پیښې د څیړلو دنده سپارلې ده.

د سیمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده امریکا غږ ته وویل، چې دغه پلاوی بلخ ته رسیدلی او د پيښې په اړه يې څیړنې پیل کړي دي.

اغلې یوسفزاده وویل "موږ دا نښته تائیدوو، دا چې څومره کسان هلته راټول شوي وو، کومو ډلو پورې یې تړاو درلود او د کوم هدف لپاره راټول شوي، دا ټول به د لوړپوړي هیات په لومړنیو څیړنو کې چې (بلخ) ته تللی روښانه شي. هغوی تللي چې د پيښې ځای له نږدې وڅیړي او دغه راز د پیښې مختلف اړخونه وڅیړي او معلومات وړاندې کړي".

د بلخ والي عطا محمد نور د محمد آصف مومند له نیولو وروسته په خپل فیسبوک کې د هغه د عکس په خپرولو سره، په کابل کې جګپوړو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د بلخ له بې ثباته کولو لاس واخلي.‌

ښاغلي نور لیکلي "د ملي امنیت د شورا مشاور [ښاغلی حنیف اتمر] او د ملي امنیت عمومي مشر [ښاغلی معصوم ستانکزی]! د توطیه جوړونکو پروژو سره بلخ، چې نسبي امنیت او آرامي لري، مه نا آرامه کوئ".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په فیسبوک کې د ښاغلي نور د فیسبوکي لیکنې په ځواب کې لیکلي چې "د بلخ محترم والي ښاغلي نور په ټولنیزو رسنیو کې د بلخ د امنیت په هکله څرگندونې کړې دي، د ملي امنیت د شورا دفتر دغه څروندونې په بشپړه توگه بې بنسټه گڼي او خپل وروستی نظر به د د قانون د ساتنې د بنسټونو د هر اړخیزو پلټنو وروسته څرگند کړي".

د محمد آصف مومند د کورنۍ غړو، ادعا کړې، چې ښاغلي مومند د بلخ د والي عطا محمد نور د وسله‌والو کسانو له خوا له نیول کیدو وروسته ډبول شوی او بیا د هغه ولایت د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی دی. دوی وايي د بلخ په هوايي ډګر کې د نښتې پر مهال دوه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG