د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د معلولینو د کرکټ لوبډله سبا په هند کې لوبې پیل کوي


د افغانستان د معلولینو د کرکټ ۱۶ کسیزه لوبډله نن شنبه (د ډسمبر ۸مه) د هند ممبی ښار ته ولاړه.

تمه کیږي چې دغه لوبډله به د هند د معلولینو د ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې او دوه یویې ورځینۍ سیالۍ په لاره واچوي.

د یوې ورځنیو لوبو لوبډلمشر شیرین لنګري او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر نبی الله نبي ټاکل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې د دوي تمرینونو او چمتووالي ته په کتو د ښو پایلو په تمه دي.

د افغانستان د معلولینو د کرکټ لوبډله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

د افغانستان لوبډلې، هند سره د سیالۍ چمتووالي لپاره د روان کال د نومبر ۲۶مې نه د ډسمبر تر اوومې پورې کابل کې تمریناتي لوبې په لاره اچولې وې.

عبدالمنان مسعود د معلولینو د لوبډلې مسوول امریکا غږ ته وویل: "په بیټنګ او بالنګ کې زموږ لوبغاړي ښې وړتیاوې ښودلي او د هند لوبډله ترې ډېره متاثره ده."

له دې مخکې د افغانستان او هند د معلولینو د ملي لوبډلو ترمنځ ۳ سیریزې لوبې ترسره شوي دي چې دوه افغانستان او یوه هند ګټلې ده.

د افغانستان لوبډلې، هند سره د سیالۍ چمتووالي لپاره کابل کې تمریناتي لوبې په لاره اچولې وې.
د افغانستان لوبډلې، هند سره د سیالۍ چمتووالي لپاره کابل کې تمریناتي لوبې په لاره اچولې وې.

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۳ کال را په دې خوا د کرکټ بورډ په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړی دی خو د لوبغاړو په وینا دوی کافی مالي ملاتړ نه لري.

د دې لوبډلې بالر شفیق الله صمیم امریکا غږ ته ویل: "د روغو لوبغاړو ملاتړ کوونکي ډېر دی خو د معلولو لوبغاړو ملاتړ ډېر کسان نه کوي، نړېوال جام مو مخې ته دې نو تمه لرو چې ملاتړ مو دوامداره وي."

د امریکا غږ د یادو لوبو مالي ملاتړ په غاړه اخیستلی دی.

XS
SM
MD
LG