د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان استازي د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د امنیت شورا ته شکایت کړی


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په خوست او کونړ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د اسلام اباد په اړه د امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

ښاغلي فایق د سه شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۰(وري ۳۰) یو ځل بیا د افغانستان په خاوره د پاکستان بریدونه د «هیواد حریم ښکاره نقض» بللی او پر خپل ټویټر پاڼه یې لیکلي چې په دې اړه ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت لیک سپارلی دی.

ښاغلي فایق د دا ډاول بریدونو د مخنیوي او د ملګرو ملتونو د منشور مطابق یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د کونړ په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په همدغه شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دغو هوايي بریدونو په اړه لا تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې خو له دغو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې د هغو اور پکو په ضد «جدي اقدامات» وکړي چې له «افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه» کوي.

طالبان دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې د پاکستان ضد عناصرو او یا پاکستاني طالبانو ته دې پناه ورکړې وي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

تر یادو بریدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار شو او د دغه بریدونو د بیا تکرار مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي: "د خوست او کونړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري."

پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه په پراخه کچه وغندل شول او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وویل چې په دغه بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG