د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان زعفران ټولې امریکا کې پلورل کیږي


افغانستان د زعفران په تولید کې تر ایران او هند وروسته درېیم دی
افغانستان د زعفران په تولید کې تر ایران او هند وروسته درېیم دی

د امریکا د خوړو مشهور پلورنځی هول فودز د افغانستان زعفران د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې بازار ته وړاندې کوي.‌

د افغانستان په هرات کې تولید شوي زعفران به ډیر ژر د اورګانیک خوراکي توکو د ستر شرکت هول فودز په پلورنځيو کې په ټولې امریکا کې وپلورل شي.‌

د رومي سپایس امریکایي شرکت وايي د هرات زعفران د هوا له لارې امریکا ته لیږدوي او په هول فودز پلورنځيو کې د پلور لپاره یې لدغه شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

د رومي سپایس شرکت خاوندان هغه درې امریکايي سرتېري دي چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی دی. د دغه شرکت یوې مشرې کیت النیز د امریکا ملي رادیو (ان پي آر) ته ویلي چې په افغانستان کې یې له یو ګروندګر سره له خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې د افغانستان زعفران به امریکا ته واردوي.

هرات د افغانستان د زعفرانو تر ټولو ستر تولیدونکی دی. پر افغانستان سربېره د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونه زعفران کري ‌او تولیدوي‌ چې ایران او هند یې په سر کې دي. ایران تېرکال ۳۳۶ ټنه او هند ۲۲۰ ټنه زعفران کرلي‌ وو، افغانستان بیا په دغې مودې کې ۱۰۶ ټنه زعفران کرلي‌ او تولید کړي‌ وو.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي‌ چې دا مهال په نړیوالو مارکیټونو کې یو کیلو زعفران ۱۶۰۰ ډالر دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۰ کال یوازې ۲۰۰ ډالر کېدل.

د کیفیت او مزې نړیوال انستیتوت په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان زعفران په نړۍ کې تر ټولو ښه زعفران ونومل.‌

XS
SM
MD
LG