د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنتونونو د استادانو ټولنه: علمي بستونو کې دې مناسب کسان وټاکل شي


د کابل پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست رئیس
د کابل پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست رئیس

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې په علمي او اکاډمیکو بستونو کې په علمي معیارونو برابر او مناسب کسان وټاکي.

د استادانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پوهنتونونه له هر ډول سیاست او سیاسي رژیمونو څخه پاک او لیري دي.

د استادانو ټولنې په اعلامیه کې راغلي: "د ا- ا - ا له چارواکو څخه غوښته کيږي چي د چارو ښه‌والي په موخه او د پوهنتونونو حقوقي حیثیت په پام کي نيولو سره، چي د علم - پوهي، څېړنې او هيواد بچيانو د سالمي روزني ځای دئ، له هر ډول سیاست، لوبو او سياسي رژیمونو تړاو څخه پاک او لري دئ، په علمي-اکاډميکو بستونو کي په علمي معيارونو برابر او مناسب کسان تعيين او توظیف سي."

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې د خبرداري په بڼه ویلي که چیري طالبان د يوې اوونۍ په ترڅ کي د (لوړو زده‌کړو او مرکز او ولايتونو پوهنتونونو) برخه کې پر خپلو تصميمونو او کړنو له سره غورر ونه‌کړي؛ نو د افغانستان پوهنتونونو د استادانو سرتاسري اتحاديې راتلونکي تصمیم ته دي په تمه وي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د لوړو زده کړو وزارت د محمد اشرف غیرت په نوم یو تن د کابل پوهنتون د سرپرست په توګه معرفي کړ.

طالبانو ویلي و چې نوموړی په ۱۳۸۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځی څخه فارغ شوی دی.

خو د نوموړي ټاکل کېدل له نیوکو سره مخ شول او په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را وپارول.

خو د کابل پوهنتون تیره ورځ یادو غبرګونونو ته په ځواب کې وویل چې محمد اشرف غیرت د یاد پوهنتون لپاره د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی او شرایطو ته په کتو بدلون پکې راتلی شي.

یاد پوهنتون ویلي دا چې د کابل پوهنتون رئیس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د جرمني هیواد د ماربورګ پوهنتون د علمي تحقیقاتو په سلسله کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تلونکی دی پر ځای یې محمد اشرف غیرت پوهنتون ته د سرپرست په توګه ور معرفي شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې جرمني هیواد ته د عثمان بابري علمي سفر شپږ میاشتې وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG