د لاس رسي وړ اتصالات

ترېنټ بولټ: د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته مو چمتوالی نیولی


ټرینټ بولټ د نیوزلنډ تېز توپ اچوونکی دی
ټرینټ بولټ د نیوزلنډ تېز توپ اچوونکی دی

د نیوزلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی ترېنټ بولټ وایي چې له افغانستان سره لوبه د دوی لپاره ستره لوبه ده.

نن چهارشنبه اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) د استرالیا د ملبورن ښار په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو باندې د افغانستان اونیوزلنډ ترمنځ لوبه ده.

نیوزلنډ په لومړۍ لوبې کې استرالیا ته ماتې ورکړه او افغانستان بیا خپله لومړۍ لوبه په انګلنډ باندې وبایلله.

تر دغې لوبې مخکې ترېنټ بولټ په خبري کنفرانس وویل چې لوبډله یې د افغانستان سره سیالۍ ته چمتو ده او هیله یې وښوده چې ښه لوبه وکړي.

هغه د نورو خبرو تر څنګ وویل چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي غښتلي دي. نوموړي په خاص ډول د راشد خان او مجیب الرحمن یادونه وکړه او هغوی یې عالي لوبغاړي یاد کړل.

ښاغلي بولټ وویل چې لوبډلې یې د افغانستان د ورو توپ اچوونکو لپاره پلان جوړ کړی او هیله ده چې په خبره یې په خپل پلان کې کامیاب شي.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان لوبه د دوی لپاره «غټه لوبه ده» او هڅه به وکړي چې ښه ولوبېږي.

تر ښاغلي بولټ مخکې د افغانستان کپتان محمد نبي امریکا غږ ته په ځانګړي مرکې کې ویلي وو چې له نیوزلنډ څخه د لوبې د ګټلو چانس لري.

هغه وویل چې په انګلنډ باندې د لوبې له بایللو وروسته یې نورو لوبو ته جلا پلانونه په پام کې نیولي دي. د افغانستان او نیوزلنډ لوبه د ملبورن په لوی نړیوال میدان کې دی چې د ۱۰۰زره نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه په کې جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG