د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بریکس په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې


برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا د بریکس لومړني غړي هېوادونه دي چې د سازمان نوم هم د همدې هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.
برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا د بریکس لومړني غړي هېوادونه دي چې د سازمان نوم هم د همدې هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.

د طالبانو د حکومت یو ویاند د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ (تلې درېیمه) وویل چې حکومت یې د بریکس سازمان په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

ددغه اقتصادي سازمان راتلونکې غونډه د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴مې په روسیه کې جوړیږي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل: "د نړۍ د سترو اقتصادونو او سرچینو لرونکي هېوادونه د بریکس سازمان غړي دي، په ځانګړې توګه روسیه، هند او چین چې دا وخت موږ ورسره ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لرو. موږ غواړو چې خپلې اړیکې پراخې کړو او د بریکس په اقتصادي فورم کې برخه واخلو."

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد له خوا په رسمیت ندی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په شمول د بریکس د بنسټ ایښودونکو هېوادونو سره پراخېدونکې اړیکې لري.

د بریکس سازمان چې ایران، متحده عربي اماراتو، مصر او اتیوپیا یې تازه غړي دي، د طالبانو د حکومت غوښتنې ته سمدستي رسمي غبرګون ندی ښودلی.

دا سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې رامنځته شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو. دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له بریک څخه بریکس ته بدل کړل شو.

شاوخوا ۴۰ هېوادونو په دې سازمان کې غړیتوب ته لیوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) فرانس پرس ته وویل چې د بریکس سازمان غونډې ته "د بلل کېدو په اړه تراوسه" هیڅ معلومات نلري.

مسکو او بیجینګ دواړو په افغانستان کې پانګه اچونې او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان له څانګې سره د مبارزې لپاره د طالبانو سره همکارۍ ته تیاری ښودلی دی.

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د خبر په اساس چمتو شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG