د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: که طالبان په زور واک ترلاسه کړي، افغانستان به ‘مطرود دولت‘ شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هند ته د سفر په وخت
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هند ته د سفر په وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) وویل که طالبان په زور واک ته ورسیږي، افغانستان به یو «مطرود دولت» شي.

ښاغلي بلینکن هند ته په لومړني رسمي سفر کې خبریالانو ته وویل: «یو افغانستان چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی ونلري، یو افغانستان چې د خپلو وګړو پر وړاندې د بیرحمیو مرتکب کیږي، هغه به کرکجن دولت وي.»

ښاغلي بلینکن دا خبرې په هند پداسې حال کې وکړې چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی چین ته تللی چې د خپلو نړیوالو مسولیتونو په اړه ډاډ ورکړي.

په چین کې د طالبانو د پلاوي مشرتابه بیجینګ ته ډاډ ورکړ چې دا ډله به اجازه ورنکړي چې افغانستان د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي. د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته پداسې حال کې د خبرو لپاره تللی چې دغې سخت دریځې ډلې د چین سره د ګډې پولې په ګډون په افغانستان کې یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکوي.

بیجینګ د طالبانو سره خبرې تائید کړي چې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په مشرۍ کیږي.

بل پلو ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې «د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سیاسي حل لارې منلو د لیوالتیا په روایت بیا کتنه وکړي.»

ښاغلي غني وویل د ماینونو ځای پر ځای کول، موټربم او ځانمرګي بریدونه، بیړني اعدامونه، غچ اخیستونکي قتلونه او جبري ودونه له بشري حقونو څخه د مکررو سرغړونو بیلګې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا دوام لري.

جمهور رئیس غني زیاته کړه: «دا د ۲۰ پیړۍ طالبان ندي...بلکه د نړیوالو تروریستي شبکو او د نړیوالو جنایي سازمانونو د اتصال ارتباطي وسیله دي.»

په نوي ډهلي کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که طالبان غواړي چې نړۍ یې ومني باید تغییر ومومي.

ښاغلي بلینکن وویل: «طالبان وایي چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندنې هڅه کوي او دوی د افغانستان لپاره د نړۍ ملاتړ غواړي. ښایي دوی غواړي چې مشران یې وکړای شي چې نړۍ ته ازاد سفر وکړي او بندیزونه پرې لرې شي.» خو د ښاغلي بلینکن په وینا «په زور په هیواد برلاسي کیدل او د هیواد د وګړو د حقونو نه سرغړونه هغه لار نده چې دغه اهداف ترلاسه شي.»

د فرانسې خبري اژانس د څیړونکو له خولې لیکلي، چین چې د دولت بهرنۍ پالیسي یې د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کول دي د چین د شینجیانګ ولایت مسلمان اکثریت ته په کتلو د طالبانو مذهبي تعصب ته متوجه دي. خو دغه لیدنه کتنه دغې یاغي ډلې ته د مشروعیت ورکول ډالۍ کوي چې د نړیوالې رسمیت پیژندنې او په ملګرو ملتونو کې د دپلوماتیک سپر د موندلو په لټه کې دي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي ویلي چې افغان طالبان په افغانستان کې یو مهم پوځي او سیاسي قوت دی...او چین په ټولیزه توګه د افغانستان په داخلي چارو کې نه مداخلې ته وفادار دی...افغانستان د افغانانو دی.»

XS
SM
MD
LG