د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د لومړي ځل لپاره له جنوبي افریقا د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله


د جنوبي افریقا سره په لوبه کې د افغانستان توپ اچوونکي راشد خان پنځه لوبغاړي او ننګیال خروټي څلور لوبغاړي وسوځول.
د جنوبي افریقا سره په لوبه کې د افغانستان توپ اچوونکي راشد خان پنځه لوبغاړي او ننګیال خروټي څلور لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې جمعه سپټمبر ۲۰ ( وږي ۳۰) د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې د لومړي ځل لپاره لدې لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.

افغانستان د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ګټلو لپاره د ۳۱۲ منډو هدف ورکړی و چې پوره نشو او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۳۴.۲ اورونو کې پداسې حال کې وسوځیدل چې یوازې ۱۳۴ منډې یې وکړې.

افغانستان پدې لوبې کې دا تاریخ هم جوړ کړ چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو په توپیرې ماتې ورکړه چې تر اوسه هیڅ لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې ته د دومره ډیرو منډو په توپیرې ماتې نه وه ورکړې.

د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې رحمان الله ګربز او عظمت الله عمرزي ډیرې منډې وکړلې. ګربز ۱۰۵ او عمرزي ۸۶ منډې وکړلې.

ګربز لومړنی لوبغاړی شو چې د شارجې په لوبغالي کې د جنوبي افریقا لوبډلې په خلاف سلیزه کوي. هغه همدارنګه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې اوه سلیزې کوي.

په توپ اچونې کې بیا راشد خان ښه وځلید.

هغه په نهو اورونو کې د جنوبي افریقا پنځه لوبغاړي وسوځول او یوازې ۱۹ منډې یې ورکړلې.

د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد خان شو. راشد خان چې په نړیواله کچه په توپ اچونې کې یې نوم ګټلی، د لوبې په پای کې خوښي څرګنده کړه چې د ننګیالي خروټي او الله محمد غضنفر په شان ځوان لوبغاړي ځلیږي.

بل ځوان ورو توپ اچوونکي، ننګیالي خروټي بیا په ۶.۲ اورونو کې د جنوبي افریقا څلور لوبغاړي وسوځول او ۲۶ منډې یې ورکړلې.

دا د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ د روانو دریو نړیوالو لوبو په لړۍ کې دویمه لوبه وه.

لومړۍ یې هم افغانستان ګټلې وه چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالې کې د چارشنبې په ورځ شوې وه.

د همدې لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۲ مې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG