د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره د امریکا ستره پروژه ناکامه ده


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی مفتش (سیګار) وایي په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د امریکا د دولت تر ټولو ستره پروژه (پروموت) په خپلو اهدافو کې بریالۍ نده.

دغه پروژه پنځه کاله وړاندې پیل شوه او تم کیده چې۷۵ زرو افغانو ښځو ته د کار فرصتونو د برابرولو سربیره، په عمومي توګه، د ښځو په پیاوړتیا کې ستره ونډه ولري.

جان سوپکو، ویلي پر دغې پروژې تر اوسه ۸۹ میلیون ډالره لیګیدلي خو ستره لاسته راوړنه یې دا ده چې ایله ۵۵ ښځو ته د افغانستان په حکومت کې اداري ترفیع یا وده ورکړل شوې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ د ښاغلي سوپکو له قوله لیکلي چې وايي د امریکا د نړیوال پرمختیا ادارې (یو اېس آی ډي) د دغې پروژې په اړه ډېرې”باټې“ وهلي دي. سوپکو دغه رازو ویلي چې پخپله افغان ښځې هم د دغې پروژې له چارو راضي ندي او ناکامه یې بولي.

سوپکو د ولسمشر محمد اشرف غني د میرمنې، رولا غني، په حواله ویلي چې د دغې پروژې ډيرې پيسې په اداري کارونو لګیږي او د امریکايي قراردادیانو جیبونو ته ځي.

خو یو اېس آی ډي بیا د پروموټ له پروژې دفاع کړې ده او وایي چې د پروژې یواځې ۲ سلنه پیسې خرڅې شوي خو “د زرګونوافغانو ښځو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی.”

افغان چارواکو تر اوسه د دې پروژې د اغیزمنتوب په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG