د متحده ایالاتو په یو شمیر سیمو کې د یکشنبې په ورځ، جنوري پنځمه (مرغومي ۱۶) یو زورور ژمنی توپان ګډ شوی او د هواپیژندنې مسولینو خبرداری ورکړی چې د دې هېواد په ختیځ کې به میلیونونه کسان د واورې له سخت طوفان سره مخامخ شي او ځینې سیمې به د درنې واورې شاهدې وي چې په تېره یوه لسیزه کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
له ۶۰ میلیونو څخه زیات خلک د دې ګواښوونکي طوفان په مسیر کې دي چې د دوشنبې تر ورځې به ختیځې امریکا نیمايي برخه په کنګل وپوښي او سفر کول به ډیر ستونزمن کړي.
د متحده ایالاتو د هواپیژندنې ملي ادارې د امریکا له مرکزي دښتو څخه نیولې تر منځني اتلانتیکه پورې په ټولو ایالاتونو کې د سختې واورې، کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړی دی.
له لویدیځ کنساس څخه د ساحلي ایالتونو مریلینډ، دلاویر او ویرجینیا په لورې د دغه ژمني طوفان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی او شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پراخه سیمه سمدستي تر ګواښ لاندې ده.
د متحده ایالاتو د هواپېژندنې ملي اداري ویلي: "د ژمي ویجاړونکی طوفان به له دوشنبې ورځې څخه د درنې واورې ورېدلو او ورانوونکي کنګل د رامنځ ته کېدو له کبله له مرکزي دښتو څخه نیولې تر منځني انتلانتیکه پورې (سیمې) اغیزمنې کړي."
دغې ادارې د نیویاریک او پنسلوانیا ایالتونو په یو شمیر سیمو کې تر ۶۱ سانتي متره واورې ورېدو اټکل کړی دی او ویلي یې دي چې په عام ډول به نورو سیمو کې تر ۳۸ سانتي متره واوره وورېږي چې "په یوه لسیزه کې تر ټولو درنه واوره بلل کېږي".
همداشان اټکل شوی چې د دې طوفان له امله به په یو شمیر سیمو کې موسم منفي ۱۸ درجې ته راټیټ شي او دروند کنګل به د برېښنا مزي او د ونۍ څانګې ځمکې ته راټیټ کړي، پر سرکونو به د موټرو تګ راتګ ستونزمن شي او د دې سختې یخنۍ په جریان کې به میلیونونه کسان له برېښنا بې برخې شي.
جرمني او بریتانیا کې د واورې ورېدو له پروازونه ځنډول شوي
په جرمني کې د زیاتې واورې ورېدو او کنګل له کبله د دې هېواد تر ټولو لوی هوايي ډګر فرانکفورت کې لسګونه پروازونه لغو شوي دي.
د فرانس پرس د راپور په اساس په المان کې د شاوخوا ۱۹۹۰ پروازونو له شمېرې ۱۲۰ یې لغو شوي. د چارواکو په وینا د هوايي ډګرونو د الوتکو د پرواز او ناستې ځای په ګډون په خپله الوتکې هم په واورې او کنګل پوښل شوي چې پاکولو ته اړتیا لري.
د جرمني په مونیخ ښار کې هم د دې هېواد په دویم لوی هوايي ډګر کې ۷۵۰ پروازونه پلان شوي و خو د شنبې په ورځ ناوخته ۳۵ پروازونه لغو کړای شول او همداشان د برلین د براندینبرګ له هوايي ډګر څخه د ۳۰ پروازونو د لغو کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په عین حال کې د بریتانیا په ځینو برخو کې د درنې واورې له امله د یکشنبې په ورځ په بریسټول او لیورپول هوایی ډګرونو کې پروازونه ځنډول شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې تېره شپه په شمالي بریتانیا کې ۱۲ سانتي متره واوره ورېدلې ده او اټکل شوی دی چې په دې سیمه او ویلز کې د واورې ورېدلو کچه ۳۰ سانتي مترو ته پورته شي.
د بریتانیا په شمال لویدیځ کې د مانچسټر او په لیورپول کې د جان لینون هوایی ډګرونو هم د یکشنبې په ورځ خپل پروازونه لغو کړل.
همداشان د مرکزي برمنګهم په هوایی ډګر کې هم د شپې له خوا د څو ساعتونو لپاره پروازونه وځنډول شول او چاراکو تمه ښودلې چې د واورې له پاکولو وروسته به د یکشنبې په سهار بیرته پروازونه پیل کړي.
فورم \ دبحث خونه