د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د زمبابوې کرکټ سیالۍ له جمعې نه پیلیږي


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم منیجر شېر آغا همکار وايي چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم د زمبابوې سره د جمعې د ورځې نه شارجه کې پیلیدونکو سیالیو مکمل تیارۍ نیولی دی.د امریکا غږ آشنا راډیو په اوونیزه خپرونه آشنا سپورټس کې د خبرو په وخت ښاغلي همکار وویل چې لوبغاړو د جمعې د ورځې نه مخکې دوه تمریني سیالۍ هم د شپې لخوا ترسره کړې ،ترڅو دغو سیالیو ته جسمانی او رواني توگه باندې تیار ووسي. د افغانستان او زمبابوې د کرکټ سیالۍ د شارجې په وخت د مازدیگر دریو نه د شپې ناوخته پورې دوام لري.

د اکتوبر په میاشت کې افغانستان زمبابوې ته په زمبابوې کې ماتې ورکړې وه
د اکتوبر په میاشت کې افغانستان زمبابوې ته په زمبابوې کې ماتې ورکړې وه

ښاغلي همکار دا هم وویل چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم هغه لوبغاړي چې دې سیالیو دپاره غوره شوی وو ،پرته د راشد ارمان ټول شارجې ته رسیدلي دي. د شاهپور ځدران د نه شتون په اړه د کرکټ د ملي ټیم منیجر وویل چې هغه په فزیکي توگه تېار نه دی او دا وخت هم د ملا د تکلیف علاج کوي او د هر وخت چې روغ شو نو بیرته به ټیم ته راستون شي.

په افغانستان کې د تلویزون د لارې د کرکټ سیالیو د ښودو په اړه ښاغلي همکار وویل چې دوي د داخلي تلویزونی چینلونو سره جریان کې دي او تیار دي چې د کرکټ سیالیو په ژوندۍ بڼه خپرولو لړ کې د داخلی چینلو سره تر خپل وسه مالي مرسته هم وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد خلاف د یوې نه زیاتې سیالیو کوربه کیږي.دې نه وړاندې افغانستان شارجه کې د پاکستان او اسټرالیا سره د دوه یو ورځنیو او یوې شل اوریزې سیالۍ کوربه و.

افغانستان په لومړي ځل زمبابوې غوندې د اولې درجې ټیم ته په دواړو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې چې دا د کرکټ په تاریخ کې اول ځل و چې د دویمې درجې یو کرکټ ټیم د اولې درجې ټیم ته د کرکټ په اصطلاح سیریز کې ماتې ورکوي.

اوس افغانستان د زمبابوې کوربه کیږي او دا سیالۍ چې ټولې به د شارجې په کرکټ میدان ترسره کیږي،د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د نړیوالو تلویزوني شبکو دلارې به په ژوندۍ بڼه هم ښودل کیږي.

​د افغانستان کرکټ بورډ د دې سیالیو دپاره د یوویشت لوبغاړو یو نوملړ خپور کړیدی چې د ملي ټیم، د نولس کلن ټیم او الف ټیم تجربه لرونکي او جذبه لرونکي لوبغاړي شامل دي.

د ټیم کپتان اصغر ستانکزی دی چې د یو ورځنیو او شل اوریزو دواړو ټیمونو مشري به کوي، ورسره محمد نبي عیسي خیل، نوروز منگل، شهزاد محمدي، سمیع الله شینواري، میرویس اشرف، دولت ځدران ،نور علي ځدران او کریم صادق غوندې تجربه لرونکي لوبغاړي دي.

شاهپور ځدران د ملا د تکلیف له کبله د ټیم نه بهر دی
شاهپور ځدران د ملا د تکلیف له کبله د ټیم نه بهر دی

د شل اوریزو سیالیو دپاره بیا گلبدین نایب، شفیق الله شفق،نجیب ځدران،عثمان غني او نواز خان غوندې برجسته لوبغاړي اخیستل شوي.

ځوان لوبغاړو کې حشمت شهیدي، حمزه هوتک،سید احمد شېرزاد،روښان بارکزی،راشد ارمان او یامین احمدزي د نولس کلنو لوبغاړو او الف لوبډلې نه اخیستل شوي.

د افغانستان دکرکټ د ملي ټیم روزونکی انضمام الحق وايي چې دی غواړي چې د افغانستان ملي ټیم زمبابوې ته پرله پسې دویم ځل هم ماتې ورکړي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان د اولې درجې د کرکټ ټیمونو سره د لوبو صلاحیت او طاقت لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوی ریس شفیق ستانکزی وايي چې د لوبغاړو دپاره د انتخاب ډلې ډېر دقت نه کار اخیستی او هیله ده چې لوبغاړي به میدان کې هم ښه وځلیږي او هیواد والو ته به د بري زیري راوړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG