د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریایانو وروسته زیات شمیر افغانانو اروپا کې پناه اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي ـ راپور


د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې د پنځه سوو زرو څخه د زیاتو پناه غوښتوونکو غوښتنلیکونه چې اروپايي هیوادونو ته استول شوي تر ټولو زیات یې د سوریایانو او افغانانو دي.

دا راپور د سه شنبې په ورځ سپټمبر پنځم ( وږي ۱۴) خپور شوی چې په کې ویل شوي د روان ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۵۱۹ زرو ته رسیدلي دي چې د تیر۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ فیصده زیاتوالی ښيي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې سوریایانو، افغانانو، ونزویلایانو، ترکانو او کلمبیایانو اروپايي ټولنې ته زیات شمیر غوښتنلیکونه استولي دي، چې په مجموعي ډول د ټولو غوښتنلیکونو ۴۴ فیصده جوړوي".

ددغې ادارې ارزونې ښيي، چې په اروپا کې د پناه غوښتنې بهیر کې زیاتوالی راغلی دی او د سوریایانو او افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ټولو غوښتنلیکونو ۲۴ فیصده جوړوي.

ددې ادارې د راپور له مخې د روان کال تر نیمايي پورې ۶۷ زره سوریایانو او ۵۵ زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د میشت کیدو لپاره غوښتنلیکونه دغو هیوادونو ته سپارلې دي.

افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۷۳۰۰ افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي و. خو دا شمیر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲۹ زرو ته لوړ شوی و.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۱۵- ۲۰۱۶ کلنو د پناه غوښتونکو د بحران وروسته د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه کم شوي دي او په کال کې نږدې ۵۰ زره تنه ثبت شوي دي. د کرونا د وبا له وخت وروسته د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په پرله پسې ډول د ټولو زیاتو پناه غوښتني په دوییمه کچه کې وو، چې د ۲۰۲۳ په نیمايي کې لوړ شوي دي".

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

اکثره دا شمیر افغانان مسلکي او د لوړو زده کړو فارغان و. دغو افغانانو ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا ځینو هیوادونو ته د کډه کولو وروسته هڅه کړې، چې په قانوني او غیر قانوني توګه ځانونه امریکا او لویدیځو هیوادونو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري (UNHCR) د یو وروستي راپور له مخې اوس مهال ۹.۲ میلیونه افغانان په نړۍ کې په اجباري ډول بې کوره شوي دي، چې ددغه شمیر ۵.۶ میلیونه یې د پناه اخیستنې وضعیت ته د ورته وضعیت سره مخ دي او ۳.۲۵ میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي افغانان دي.

په عین وخت کې د اروپايي هیوادونو د پناه غوښتنې ادارې ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ۲۰۱۵- ۲۰۱۶ د پناه غوښتنې د بحراني کلنو وروسته ترټولو زیات شمیر دی چې دغې ادارې ثبت کړي دي.

ددې ادارې د شمیرنو له مخې د روان کال د جون د میاشتې وروسته د هغو دوسیو شمیر، چې په لومړنیو پریکړو په پړاو کې دي ۶۸۲ زرو ته رسیدلی دی.

ددې سربیره دغې ادارې ویلي، چې څلور میلیونه اوکراینیان، چې پر دغه هیواد د روسیې د پوځي یرغل وروسته اروپايي هیوادونو ته کډه شوي اوس مهال د موقتي حفاظت لاندې په دغو هیوادونو کې ژوند کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "جرمني د ۲۰۲۳ کال تر لومړي نیمايي پورې تر ټولو زیات غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي، چې په حقیقت کې ۳۰ دفیصده د ټولو غوښتنلیکونو کیږي، چې له هغې وروسته اسپانیا (۱۷‎)او فرانسې (۱۶) فیصده غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG