د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه وتلیو افغانانو له ټرمپ څخه غوښتي چې امریکا ته د مهاجرو په تګ له بندیز څخه مستثنا شي


کابل کې د طالبانو ځواکونه
کابل کې د طالبانو ځواکونه

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته له هېواد څخه وتلیو افغانانو د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۲۲ (سلواغې درېیمه) د متحده ایالاتو پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې امریکا ته د مهاجرو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه یې مستثنا کړي.

ځینې دغه افغانان وايي چې د امریکايي ځواکونو سره د کار کولو له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو او د دوهم ځل د پاره د طالبانو د واکمن کېدو راهیسې، شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانان لا هم امریکا ته د لیږدېدو په تمه دي. دا هغه افغانان دي چې د امریکا د حکومت، رسنیو او نورو ادارو سره یې د کار کولو له کبله د طالبانو تر واک لاندې ژوند په خطر کې ګڼل کیږي.

خو د ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې امریکا ته د مهاجرو د ورتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د دریو میاشتو لپاره ځنډول کیږي. په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشهوره د تحقیقاتو په پایله کې ولسمشر ته به یو راپور چمتو کوي او دا پیشنهاد به کوي چې ایا ددغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.

په امریکا کې د افغان مهاجرو د مېشتېدو د ملاتړ ډلې ولسمشر ټرمپ، د کانګرس غړو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو ته په یو پرانیستي لیک کې لیکلي: "زموږ د اکثریت کسانو ژوند د امریکا د ماموریت سره د ژباړونکو، قراردادیانو، د بشري حقونو د ملاتړو او متحدینو په توګه د کار کولو له کبله په خطر کې دی."

په پاکستان کې د افغانانو وضعیت

په دغه لیک کې زیاته شوې: "طالبان موږ ته د خاینانو په سترګه ګوري او افغانستان ته بېرته ستنېدل به زموږ په نیول کېدو، شکنجه کېدو او وژل کېدو تمامه شي. په پاکستان کې، زموږ سره د نه منلو وړ چلند ورځ تر بلې زیاتیږي، په خپل سر نیول کیږو، شړل کیږو او د ناڅرګند برخلیک تر سخت رواني فشار لاندې یو."

د کابل پخوانۍ محصله حدیثه بي بي چې تېره میاشت پاکستان ته تللې، وايي په ورځپاڼه کې یې ولوستل چې ټرمپ د مهاجرو پروګرام وځنډاوه.

هغې وویل: "په افغانستان کې د ښځو پر زده کړه له بندیزونو وړاندې، زه په پوهنتون کې محصله وم. د ښځو د حقونو د یوې ملاتړې په توګه ماته متوجه خطرونو ته پام سره، زه هیله منه وم چې په امریکا کې د میشتېدو کار به مې په زغرده وشي او دا به راته نه یوازې لوړو زده کړو ته د دوام فرصت راکړي بلکې د یو خوندي او روښانه ژوند ضمانت به مې هم وکړي."

حدیثه بي بي وايي، پاکستاني پولیسو یې د سترګو په وړاندې افغانان نیولي او له کبله یې دا ډارېدلې او ځان یې "په کوټه کې د قیدي په څېر بند کړی دی."

په امریکا کې د افغان مهاجرو د مېشتېدو د ملاتړ ډلې د معلوماتو په اساس، امریکا ته د یو شمېر هغو افغانانو پروازونه چې د مهاجرت نړیوالې ادارې او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ورسره مرکې کړي دي، د جنوري، فبروري او مارچ په میاشتو کې پلان شوي وو.

ددې ډلې غړي احمد شاه چې خپلې د مهاجرت ټولې مرکې او روغتیايي ټیسټونه یې بشپړ کړي او ټاکل شوې چې د مارچ په میاشت کې له پاکستان څخه امریکا ته ولاړ شي، وویل: "موږ د بشرپالنې له مخې، د مهاجرو پر پروګرام د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کوو."

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG