د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آسیا جام سیالیو په دویم پړاو کې لومړنۍ لوبه د سریلانکا سره کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله شنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام سیالیو په دویم پړاو (سوپر فور) کې د سریلانکا د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۶:۳۰ بجو د شارجې په لوبغالي کې پیل کیږي.

دا په روانو سیالیو کې دویم ځل دی چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې سره مخامخ کیږي. افغانستان د دې جام په لومړنۍ لوبې کې وکړی شو په خورا آسانۍ سره د سریلانکا څخه لوبه وګټي.

د لومړي پړاو په وروستۍ لوبې کې پاکستان د هانګ کانګ لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې دویم پړاو ته لار پیدا کړه.

افغانستان په دویم پړاو کې دویمه لوبه د پاکستان د لوبډلې سره لري چې د همدې میاشتې په ۷مې د چارشنبې په ورځ کیږي او دریمه لوبه یې د هند د لوبډلې سره پنجشنبه د سپټمبر په نهمې ده.

د آسیا جام سیالیو وروستۍ یا فاینل لوبه د سپټمبر په ۱۱مې کیږي.

سږکال دا لوبې شل اوریزې دي، ځکه چې څو میاشتې وروسته په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام لوبې پیلېږي او دا د دغو اسیايي لوبډلو لپاره د نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو بهیر هم بلل کېږي.

تېر اسیا کپ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو، د کرکټ نړیواله شورا وايي‌ چې ټاکل شوې وه چې دا لوبې په سري لانکا کې وشي خو هلته د سیاسي او اقتصادي‌ ستونزو له کبله دا لوبې اماراتو ته انتقال شوې. د لوبو کوربه هېواد اوس هم سري لانکا ده.

XS
SM
MD
LG