د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: پاکستان دې د ترهګرو پرضد پرېکنده ګامونه واخلي


د هند سره د امریکا د اړیکو ټینگیدل، پاکستان اندیښمن کړی.
د هند سره د امریکا د اړیکو ټینگیدل، پاکستان اندیښمن کړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وایي چې د ترمپ اداره غواړي د هند سره خپلې اړېکې نور هم ټینگي کړي. خو د نوې ډهلي سره د واشنگتن د اړیکو ټینگیدل د هند سیال, پاکستان اندیښمن کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (اوکتوبر ١٨) په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه په وینا کې یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهگرو په وړاندې پریکنده گامونه پورته کړي.

ټاکل شوې ده چې ریکس تیلرسن راتلونکې اونۍ کې هند او پاکستان ته هم سفر وکړي.

ښاغلي ټیلرسن په افغانستان کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي، د سیمې په امن او ثبات کې پاکستان مهم نقش لري.

"مونږ تمه لرو چې پاکستان به د خپلو سرحدونو دننه موجود د ترهگرو ډلو په خلاف غوڅ اقدامات وکړی چې نه یوازې د پاکستان د خپلو خلکو لپاره بلکې په پراخه کچه د سیمې د خلکو لپاره خطرونه ورپیښوي "

ښاغلي تیلرسن وویل تر څو چې په افغانستان کې ثبات تامین نشي، امریکا به په افغانستان کې پاتې شي. د ټېلرسن په وینا ، د بشپړې ستراتیژۍ عملي کول وخت غواړي او د افغانستان لانجه د سیمې ګواښونو تو په پام سره هواریداې شي. ښاغلي ټیلرسن وویل

"دا یوازې د افغانستان ستونزه نه ده، تاسو د افغانستان ستونزه، د سیمې ګواښونو ته په پام سره هوارولی شئ او پاکستان یو مهم عنصر دی، هند بیا وروستي هدف ته د رسېدو لپاره مهم دی چې افغانستان کې انکشافي مرستې وکړي. ترڅو یو باثباته افغانستان ولرو چې بیا د ترورېستي ډلو په اډې بدل نهشي."

تیلرسن زیاته کړه چې پاکستان دوه لانجمن سرحدونه لري او واشنګټن چمتو دی چې په دې برخه کې له اسلاماباد سره مرسته وکړي.

پاکستان وایي پر تقریباً دوه زره پنځه سوه کیلومټره اوږده پوله به اغزن تار ولگوي
پاکستان وایي پر تقریباً دوه زره پنځه سوه کیلومټره اوږده پوله به اغزن تار ولگوي

د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړي چارواکي نعمان زکریا د چارشنبې په ورځ (اوکتوبر ١٨) په شمالي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته د سفر پر مهال وویل چې پاکستان د ترهگرو د مخنوي لپاره پر پوله به امنیتي پوستې جوړې کړي.

جنرال زکریا زیاته کړه "د ۲۰۱۸ کال تر ډسمبر پورې به په هغو سیمو کې چې تېرېدل پرې سخته دي، خطرناکه دي او زموږ د افغانانو وروڼو په نظر حساسې دي او کنټرول‌یې د دوی له لوري دقیق نهدی، یو مخ موانع جوړې شي. سرحدي کلاوې به بشپړې شي. یو اېنچ نړیوال سرحد به زموږ له څارنې پرته پاتې نهشي."

د افغانستان د دفاع وزرات ادعا کوي چې د ترهگرو ځالې د پاکستان په ښارونو کې دي، د افغاستان په پولې ترهگر نشته چې پاکستان ورباندې اغزن تار لگوي.

په کابل او بغداد کې د واشنګټن پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د پاکستان او افغانستان پر پولې د موانعو د جوړلولو په هکله وویل تر څو چې پاکستان په هیواد کې دننه د ترهگرو په وړاندې اقدام ونکړي د کوم بدلون په اړه خوشبینه ندی.

پاکستان وايي، دوی غواړي چې پر تقریباً دوه زره پنځه سوه کیلومټره اوږده پوله اغزن غن تار ولگوي او کندې جوړې کړي.

خو افغانستان وايي دا کار به د ډیورند فرضي کرښې په دواړو غاړو کې پرتې کورنۍ سره بیلې کړي او د ترهګرۍ ضدمبارزه کې به هم مرسته ونکړي.

XS
SM
MD
LG