د لاس رسي وړ اتصالات

افریقایي اتحادیه د جي-۲۰ د دایمي غړي په توګه ومنل شوه


په هند کې د جي-۲۰ سرمشریزه
په هند کې د جي-۲۰ سرمشریزه

د هند صدراعظم نریندرا مودي، د شنبې په ورځ سپتمبر نهمه (وږي ۱۸) وویل چې افریقايي ټولنې ته د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو (جي-۲۰) دایمي غړیتوب ورکړل شو.

د ښاغلي مودي دغه څرګندونې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د جي-۲۰ هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې وکړې.

افریقايي اتحادیه په داسې حال کې د جي-۲۰ په غړیتوب منل کیږي چې د نړۍ مهم هېوادونه پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د نظر اختلاف لري.

خو د جي-۲۰ اکثر غړو په پراخه کچه افریقایي اتحادیې ته د دایمي غړیتوب ورکولو ملاتړ وکړ. له اروپايي ټولنې وروسته، افریقايي ټولنه دویم لوی سیمه ییز بلاک دی چې د دغې ډلې د غړي په توګه منل شوی دی. تر دې مخکې جنوبي افریقا د افریقا په لویه وچه کې یوازینی هېواد و چې د جي-۲۰غړیتوب یې درلود.

د افریقايي ټولنې اوسني مشر غزالي عثماني په جي-۲۰ کې د افریقايي ټولنې د منلو د هرکلي په ترڅ کې وویل چې: ''دا ورځ نه یوازې زما بلکې د افریقا د ټولو [هیوادونو] لپاره لویه ورځ ده.''

افریقايي اتحادیه ۵۵ غړي لري او شپږ غړي یې چې د پوځیانو له خوا رهبري کیږي، غړیتوب یې ځنډول شوی دی. د افریقا لویه وچه چې ۱.۴ میلیارده نفوس لري په کال کې درې ټریلیون ډالر خالص عاید لري.

تر دې دمخه جي-۲۰ کې لس هیوادونو او د اروپا اتحادیه شامله وه، چې د نړۍ د ناخالص کورني تولید ۸۵٪ جوړوي، او سویلي افریقا د دې افریقایي وچې یوازینی غړی هیواد و.

د هند صدراعظم د جي-۲۰ په سرمشریزه کې ددې ډلې مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې دوی باید په نړۍ کې د پراخو ستونزو لپاره عملي حل لارې ومومي، هغه ستونزې چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اقتصادي بدلونونو له امله رامنځته کیږي. د ښاغلي مودي په وینا، دغه اقتصادي ننګونې لویدیځ او ختیځ هیوادونه سره بیلوي.

نوموړي دا هم وویل چې جي-۲۰ دې د ترهګرۍ سره د مبارزې، سایبري امنیت، روغتیا او د اوبو امنیت په شمول نورې مسلې هم په ګوته کړي.

په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر هیوادنه پر اوکراین د روسیې پوځي ته متوحه دي، هند هڅه کوي د جي-۲۰ په سرمشریزه کې د مخ پر ودې هېوادونو اړتیاوو ته زیاته پاملرنه راجلب کړي.

د هند صدراعظم د جي-۲۰ په سرمشریزه کې د خپلې وینا پر مهال پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل ته اشاره وکړه، خو د اوکراین په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو یادونه یې ونه کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG