د لاس رسي وړ اتصالات

هغه کس چې د قتل په تور ۱۵ کاله بندي وو، بېګنا ثابت شو


امریکایي وګړۍ جووان ډیرینګ چې د پنځو ماشومانو په قتل مجرم ګڼل شوی وو او په ابدي زندان محکوم وو، د ۱۵ کاله بند وروسته، بې ګناه ثابت شو او له زندانه ووت.

ښاغلي ډیرینګ د ډیټرویت ښار له زندان څخه تر وتلو او له خپلې کورنۍ سره تر یوځای کیدو وروسته وویل، د یوې نیمې لسیزې زندان په موده کې یې د خپلې بې ګناهۍ د اثابت لپاره ډیرې لوړې او ژورې لیدلي دي.

دا کس په ۲۰۰۰ کال کې د مشیګن ایالت په رویال اوک ښار کې په یوې سیمه کې د اور د لګیدو په قضیه کې تورن شوی وو، په دې پیښه کې پنځه ماشومان وژل شوي وو او بالاخره محکمې په ۲۰۰۶ کال کې هغه د قتل په تور په عمري بند محکوم کړ.

د مشیګن پوهنتون د حقوقو د فاکولتې په غوښتنه، د ډیرینګ قضیه بیا وڅیړل شوه او د څیړنو پرمهال وموندل شوه چې د محکمې په جریان کې د هغه له مدافع وکیل سره د هغه د بې ګناهۍ یو شمیر شواهد او د اور څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو بیانات شریک شوي نه وو.

ډیرینګ تل ټینګار کاوه چې بې ګناه دی، خو چارواکو په هغه وخت کې ویل چې نوموړي له هغه کس څخه چې دده د مخدره موادو پیسې یې ندي ورکړي د غچ اخیستو په هدف، له کسده اور بل کړی وو.

یوه څاروال چې ویې غوښتل نوم یې وانه خیستل شي، وویل، د پولیسو څو چارواکو تیره اوونۍ دا تثبیت کړه چې د اور په لګیدو د ډیرینګ د تورنیدو لپاره وړاندې شوي شواهد کافي نه وو.

د مشیګن د اوکلنډ د ناحیې د محکمې قاضي کارن مک ډونالډ چې په حکم یې دیرینګ بې ګناه ثابت شوی ویلي دي چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ څیړنې او اقدام په بشپړ ډول ناقانونه وو.

د مشیګن د پوهنتون د حقونو محصلینو هم د ډیرینګ د قضیې په تړاو استدلال کړی چې د اور لګیدو د قضیې تحلیل او ارزونه نیمګړې وه.

د مشیګن د قانون له مخې که یوڅوک په دې ایالت کې بې ګناه زنداني شي، باید په کال کې ۵۰ زره ډالره ورکړل شي اوس چې ډیرینګ د ۱۵ کلونو لپاره بندي وو، هغه ته باید څه باندې ۷۵۰ زره ډالر ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG