د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په هوایي بمباریو کې لسګونه ملکیان وژل شوي


د سوریې په "زردنا" کلي هوایي برید
د سوریې په "زردنا" کلي هوایي برید

د سوریې په شمال لویدیځ کې پر یو کلي په بمبارۍ کې لږ تر لږه ٣٥ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپي شویدي.

د "سوریې د مدني دفاع" ډلې غړو چې د "سپین خولیو" په نامه یادیږي ویلي دي چې د پنجشنبې د شپې په حمله کې د "زردنا" په کلي کې ٨٠ تنه ټپیان شوي دي. پدغه برید کې د سپین خولیو درې تنه غړي هم چې غوښتل یې مړي او ټپیان د ویجاړ شویو ودانیو نه راوباسي.

په اوس وخت کې د "زردنا" کلی د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د مخالفینو په کنترول کې دی. خو په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د پنجشنبې د شپې په بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي دي چې شپږ ماشومان، او ١١ ښځې پکې شاملې دي.

دغه بنسټ همداشان ویلي دي چې حمله هغه وخت وشوه چې خلکو روژه ماتی کړی و. دې ډلې دا هم ویلي دي چې د "زردنا" په کلي هوایي بریدونه په روان کال کې پدې کلي تر ټولو خونړۍ پیښه ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار دغې ډلې ویلي دي چې ښایي د مړو شمیر زیات شي، ځکه لاهم یو شمیر قربانیان د ورانو شویو ودانیو لاندې دي او د یو شمیر ټپیانو حالت هم خراب دی.

دغې ډلې ویلي دي چې د "زردنا" په کلي باندې هوایي حملې ښایي د روسي الوتکو کړې وي او دغه بریدونه د هغو حملو په پرتله چې په روان کال کې په ادلب ولایت کې وشوې زیاتې وژونکې وو.

په تیرو دوو کلونو کې د سوریې زیات شمیر اوسیدونکي د هیواد د نورو سیمو نه د ادلیب ولایت ته تللي دي.

د سوریې په کورنۍ جگړه کې چې اوه کاله یې وشول، د ملکي وگړو په گډون څه دپاسه ۴۷۵ زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان ټپي شوي دي.

سربیره پر دې په تیرو اوه کلونو کې د سوریې په میلیونونو وگړي ددې هیواد دننه نورو سیمو ته کډه شوي او یا هم بهرنیو هیوادونو ته یې پناه وړې ده.

XS
SM
MD
LG