د لاس رسي وړ اتصالات

په علي وزیر د قتل او ترهگرۍ تورونه لگول شوي


د پښتون تحفظ تحریک په مشر علي وزیر د نیول کیدو نه وروسته د قتل، د قتل د کوښښ او د ترهگرۍ تورونه لگول شویدي.

په پاکستان کې د هغه نه وروسته چې علي وزیر په وزیرستان کې د یوې غونډې په مهال ونیول شو او د پي ټي ایم په پلویانو ډزې وشوی، په ښاغلي وزیر د ترهگرۍ په شمول نور جدي تورونه لگول شویدي.

د پاکستان پوځ په خپل یو بیان کې ویلي دي چې علي وزیر یې نیولې دی او محسن داوړ ترینه تیښتیدلی دی. د یادونې وړ ده چې دغه دواړه د وزیرستان نه د پاکستان په اسمبلۍ کې منتخب غړي دي.

دا لمړی ځل دی چې په پاکستان کې د پارلمان په یو غړي د ترهگرۍ تورونه لگول شویدي او هغه پدغه لړ کې پوځي محکمې ته حاضر کړل شویدی.

د پاکستان پوځ د پي ټي ایم په مشرانو تور لگولی دی چې په یو امنیتي پوستې یې وسله وال برید کړیدی، خو د پي ټي ایم مشر محسن داوړ د دغې تورونو د ځواب لپاره یوه ویډیو خبره کړیده چې یې پکې ویلي دي، د هغوي سره وسله نه وه او پوځ پرې ډزې کړیدي.

محسن داوړ دا هم وایي چې علي وزیر سخت ناروغه دی، او که حالت یې نور خراب شو نو حکومت به یې مسول وي.

د پي ټي ایم پلویانو د خپلې غونډې ځینې ویډیوگانې هم خپرې کړیدي چې ښیي د هغوي سره هیڅ ډول وسلې نشته.

له بلې خوا د وزیرستان د پیښې په اړه د پاکستان په پارلمان کې هم بحث شویدی. د پاکستان د تحریک انصاف گوند وزیر مراد سعید په پي ټي ایم د ترهگرۍ تورونه تکرار کړیدي.

د مسلم لیگ نون گوند یو مشر خواجا اصف بیا د عمران خان نه غوښتي دي چې د وزیرستان د پیښې سپیناوې دې وکړي. هغه وویل چې که پاکستان د عقل نه کار وانخلي نو یو بل بنگال به جوړ شي.

XS
SM
MD
LG