د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو سره په بند کې د یو افغان فلم جوړونکي او د انار په نوم د یوټیوب د چینل چلوونکي سید رحیم سعیدي روغتیايی وضعیت ته په کتنې په بند کې په پاتې کیدو اندیښنه ښودلې او د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځم) په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو سید رحیم سعیدي د تیر ۲۰۲۴ کال د جولاۍ د میاشتې په ۱۴ (چنګاښ ۲۴) په کابل کې نیولی او د هغې ڼیټې راهیسې هغه په بند کې ساتلی دی.
دغه سازمان ویلي: "هغه په درې کلنو بند محکوم شوی دی او اوس مهال د څرخي پله په زندان کې د خپل بند موده تیروي. د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۸) په خپله لومړنۍ محاکمه کې محکمې پرې د طالبانو د مقاماتو پر خلاف د پروپاکند تور ولګاوه. سعیدي ډیر سخت ناروغ دی هغه د ملا د مهرو او پروسټاټ له ناروغیو کړیږي او د اړینو درملو په ګډون لا هم بشپړو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري او په یوه سړه بند خونه کې ساتل کیږي".
د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې د "انار" په نوم د یوټیوب د یوې شبکې مشر سید رحیم سعیدي او ددغه چینل راپور ورکوونکی سید وارث سعیدي او فلم اخیستوونکی حسیب د جولاۍ په ۱۴ (چنګاښ ۲۴) د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو د کابل په پنځمه ناحیه د خوشال خان په سیمه کې د دوو نورو کسانو سره چې نومونه یې نه وو ښودل شوي نیولې وو. .
د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې د طالبانو استخباراتو ریاست د نیول شویو کسانو څلور یې د یوې ورځې لپاره په توقیف کې د ساتلو وروسته خوشې کړي، خو سید رحیم سعیدي یې نه وو خوشې کړی.
د بخښنې نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د سید رحیم سعیدي د نیول کیدو وروسته هغه د تیر ۲۰۲۴ کال د جولاۍ او ډسمبر ترمنځ موده کې د دغه ریاست په ۴۰ ریاست کې په بند کې ساتل شوی وو، چې د بخښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې د ناسم چلند، شکنجې او په انفرادي بند خونه کې د ساتلو ترڅنګ د کورنۍ له خوا ورته استول شوي درمل هم هغه ته نه دي رسول شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "سعیدي باید په سمدستي ډول او پرته د کوم شرط څخه خوشې شي".
سید رحیم سعیدي په تیرو ۲۰ کلنو کې په افغانستان کې د سینما او رسنیو سره کار کړی او د پخواني جمهوري رژيم د ړنګیدو دمخه يې د اریانا خصوصي تلویزیون کې د تولید د مدیر په توګه کار کاوه، خو هغه د نیول کیدو دمخه د څو میاشتو راهیسې د " انار" په نوم د یوټیوب چینل پرانیستی وو.
سید رحیم سعیدي د دغه یوټیوب چینل له لارې دیني، فرهنګي او د افغانستان د بیلابیلو برخو د معرفۍ او د سفر په اړه په ځانګړي ډول د کابل په تړاو راپورونه خپرول.
د طالبانو حکومت د بخښنې د نړیوال سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی. ددې دمخه د خبریالانو نړیوال فدراسیون د جنورۍ ۱۴ (مرغومې ۲۵) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبانو د افغان خبري اژانس یو خبریال مهدي انصاري له افغانستان څخه بهر کې د میشتو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پروپاګند د تورونو له امله پر ۱۸ میاشتو بند محکوم کړی دی.".
دغه فدراسیون ویلي چې افغان خبریال مهدی انصاري، جنورۍ ۸ا (مرغومي ۱۹)، د طالبانو د حکومت ابتدائیه محکمې، له افغانستان څخه بهرد میشتو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې انصاري د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د کارکوونکو له خوا د کابل ښار په لویدیخه خوا کې د دشت برچي په سیمه کې د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په پنځم ( لړم ۱۵) د ناڅرګندونو تورونو له امله نیول شوی و.
طالبانو په تیرو شاوخوا درې نیمو کلنو کې چې په افغانستان کې یې بیا واک ترلاسه کړې د یوې خوا پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ باندې پرله پسې بندیزونه لګولي دي او د بلې خوا یې د ټولنیزو رسنیو د لسګونو کاروونکو په ګډون یو شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دغې ډلې پرخلاف د تبلیغاتو په تور نیولي او په زندان کې اچولي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس وخت د مهدی انصاري ترڅنګ درې نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې له دوو تر دریو کلونو بند ته محکوم شوي دي، د طالبانو سره په بند کې دي.
دغه مرکز د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي، چې په دې کې د ۱۸ رسنیو د فعالیت ځنډول او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بېپولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.
فورم \ دبحث خونه