د بې پولې خبریالانو سازمان په پاکستان کې د پولیسو له خوا په خپل سر د افغان خبریالانو د نیولو او ځورولو پر اقدامانو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې له ۱۰۰ څخه زیات افغان خبریالان له دغه هیواد څخه د جبري ایستلو د ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د هغوی د ایستلو د تازه اقداماتو له امله افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د وینا له مخې افغان خبریالان د طالبانو له ویرې او د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه کړې چې په جبري ډول افغانستان ته د هغوی ستنول ژوند یې د ګواښ سره مخ کولای شي.
دغه سازمان د پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان خبریالانو اوسیدانې ته دې اجازه ورکړي او د هغوی امنیت دې خوندي کړي "ترڅو هغوی په درېیمګړي هیواد کې د بیا میشتیدو بهیر بشپړ کړای شي".
د بې پولې خبریالانو سازمان چې په پاکستان کې د میشتو یو شمیر افغان خبریالانو سره یې خبرې کړي ویلي چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو په اړه د دغه هیواد د پریکړې وروسته، د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او د پاکستان د پولیسو د افسرانو له خوا د ځورونې، بډو اخیستنې او په خپل سر نیونې سره مخ دي. ددغو افغان خبریالانو د وینا پر اساس هغوی په پاکستان کې د خپلو ویزو د تمدید د ستونزې سره مخ دي او هم د ویزو د تمدید مصرف خورا زیات شوی دی.
یو خبریال چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته شړل شوی ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې څو تنه افغان خبریالان د پولیسو له خوا په موقتي ډول نیول شوي او اسلام اباد سره نږدې یو کمپ ته انتقال شوي دي.
دغه خبریال چې په راپور کې یې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې ویلي چې دده په ګډون یو شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي هم دي.
یو خبریال د خپل نوم د ښودلو پرته ویلي: "پولیس ددې لپاره چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ کوم افغان د معتبرې ویزې د لرلو پرته پټ شوی نه وي، زمونږ کورونه تلاشي کوي، که چیرې یو څوک پیدا کړي بایومتریک کوي یې او سمدستي يې وباسي".
همداشان یو بل افغان خبریال هم د خپل نوم د ښودلو پرته د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي: "د جنورۍ په میاشت کې مې میرمن ونیول شوه، د ویزې موده یې بشبړه شوې وه، خو د تمدید په حال کې وه، پولیسو مونږ په زور سره د کډوالو یو کمپ ته انتقال کړو، هلته مو شپه تیره کړه او د خپلو ماشومانو په اړه مو اندیښنه لرله چې هغوی په کور کې یوازې پاتې وو".
ددغه خبریال د وینا پر اساس هغوی د ډیرو منتونو وروسته په موقتي ډول له کمپ څخه خوشې شو او فورمونه یې لاسلیک کړه چې باید د یوې اونۍ په موده کې خپلې ویزې تمدید کړي، د دې پرته باید له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په دې اعلامیه کې ددغه سازمان د جنوبي اسیا د څانګې د مشرې سلیا مرسیر له قوله ویلي: "د بې پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لپاره د ملاتړ یوه شبکه رامنځ ته کړې ده او د ټولو ښکیلو خواو څخه غواړي چې خبریالانو ته دې د باعزته ژوند شرایط برابر کړي او په پاکستان کې د اوسیدانې فرصت دې ورته برابر کړي".
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې پیل شوی لا هم په دغه ښار او ددغه ښار په ګاونډ کې د راولپنډۍ په ښار کې دوام لري.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ اونۍ کې په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو له ۸۰۰ څخه زیات افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې شړلي دي.
پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو دا نوې لړۍ وروسته له هغه پیل کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.
هغه ویلي وو: "د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."
د پاکستان د حکومت دا پریکړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه