د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) د طالبانو د حکومت د یوې محکمې له خوا افغان خبریال مهدي انصاري ته د ۱۸ میاشتو د بند د سزا ورکولو پریکړه غندلې او د طالبانو څخه یې غوښتي چې په دغه خبریال باندې لګول شوي تورونه بیرته واخلي او د سمدستي خوشې کیدو ډاډ یې ورکړي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۴( مرغومې ۲۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان خبري اژانس پر دغه خبریال باندې له افغانستان څخه بهر کې د میشتو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پروپاګند د تورونو له امله پر ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی دي.
دغه فدراسیون ویلي: " د خبریالانو نړیوال فدراسیون او دغه فدراسیون اړوند د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې (AIJU) د بند سزا غندي او له طالبانو څخه غواړي چې پر[ انصاري] باندې دې لګیدلي ټولو تورونه بیرته واخلي او سمدستي دې د هغه د خوشې کیدو ډاډ ترلاسه کړي".
دغه فدراسیون ویلي چې افغان خبریال مهدی انصاري، جنورۍ ۸اتم (مرغومي ۱۹)، د طالبانو د حکومت ابتدائیه محکمې، له افغانستان څخه بهرد میشتو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې انصاري د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د کارکوونکو له خوا د کابل ښار په لویدیخه خوا کې د دشت برچي په سیمه کې د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په پنځم ( لړم ۱۵) د ناڅرګندونو تورونو له امله نیول شوی و.
دغه فدراسیون ویلي چې د مهدي انصاري د نیولو وروسته د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو د هغه کورنۍ ته ویلي وو چې انصاري په یوټیوب چینل باندې د طالبانو پر ضد د یوې ویډیو د خپریدو له امله نیول شوی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په یوتیوب باندې پر خپره شوې دغې ویډیو کې د شیعه ګانو د یو دیني عالم ایت الله واعظ بهسودي وینا شامله وه چې هغه په کې پر طالبانو باندې انتقادونه کړي وو.
دا لومړی ځل نه وو چې مهدي انصاري د طالبانو له خوا نیول شوی، ددې دمخه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم هغه پر خپل فیسبوک پاڼه باندې په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر ۳۰ د هزارګانو په یو تعلیمي مرکز باندې د ځانمرګې برید لومړنۍ کلیزې په مناسبت د یو راپور د خپرولو له امله نیول شوی و.
دغه فدراسیون په دغه اعلامیه کې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د روانې میاشتې پر نهم ( مرغومې ۲۰) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اریانا نیوز د خصوصي تلویزیون د یو خبریال نجیب فریاد د ناپیژاندو وسله والو له خوا د لوټلو خبر هم ورکړی او د اریانا نیوز د خپرونو د رئیس مجیب الرحمان بهیر له قوله ویلي چې ددغه خبریال څخه وسله والو غلو د فلم او راپور وسایل هم غلا کړي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دغه اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۱۵ په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې له نیمايي څخه زیاتې رسنۍ تړل شوي او هم په خپلسر او د محکمې پرته په بند کې د هغوی ساتلو، خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې پیښې زیاتې شوي دي.
د د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې (AIJU) له خوا د مهدي انصاري د خوشې کیدو ددغې غوښتنې دمخه د افغان خبریالانو د ملاتړ ځینو نورو سازمانونو هم په جلا اعلامیو کې پر بند باندې د هغه محکومول "ناعادلانه او غیرقانوني" بللي و، او د انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د جنورۍاتم (مرغومي ۱۹)، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت ابتدائیه محکمې، د افغان خبري آژانس خبریال مهدی انصاري، د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) هم د ورته غوښتنې ترڅنګ له نړیوالو ټولنې غوښتنه کړې چې د دغه خبریال د خوشې کولو لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د انصاري د بند پرېکړې په اړه جدي اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د دې پرېکړې د بیاکتنې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس وخت د مهدی انصاري ترڅنګ درې نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې له دوو تر دریو کلونو بند ته محکوم شوي دي، د طالبانو سره په بند کې دي.
دغه مرکز د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي، چې په دې کې د ۱۸ رسنیو د فعالیت ځنډول او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸م ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بېپولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.
فورم \ دبحث خونه