د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي له افغانستان سره په سرحد کې یې یو سرتېری وژل شوی 


د افغانستان او ایران سرحد
د افغانستان او ایران سرحد

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) له افغانستان سره په سرحد کې په یوې "پېښې" کې د هغوی یو سرتېری وژل شوی دی. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) له افغانستان سره په سرحد کې په یوې "پېښې" کې د هغوی یو سرتېری وژل شوی دی.

دا "پېښه" د ایران په جنوب-ختیځ کې شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په دې اړه وویل: "دغه ناوړه پېښه ، چې د ایران د اسلامي جمهوري یو سرحدي عسکر په کې شهید شوی، د مسئولو بنسټونو له لوري تر څېړنې لاندې ده. همدا چې موضوع مشخصه شي، معلومات به خپاره شي".

نوموړي وویل چې د طالبانو له حکومت څخه تمه کېږي چې د دغې "موضوع د اړخونو د روښانه کولو، د عاملینو د مجازات کولو او په آینده کې د دا ډول پېښو د مخنیوي په اړه جدي کار" وکړي.

ښاغلي کنعاني د دغې پېښې په اړه ډېر جزیات ورنکړل.

په همدې حال کې په افغانستان کې طالب مقاماتو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې له ایران سره په سرحد کې کومه نښته نه ده شوې.

څه موده مخکې وسله والو طالبانو په نیمروز کې د ایران له سرحدي ځواکونو سره نښته کړې وه. هغه مهال د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي وو چې نیمروز ولایت ته نږدې د "شغالک" په سیمه کې د "سوء تفاهم له کبله د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته" شوې ده.

ایران د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، تر دې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په وار وار یې له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې "همه شمول" حکومت جوړ کړي.

طالبانو په ۱۹۸۸ کې په خپلې لومړنۍ دورې کې په مزار کې د ایران په کونسلګرۍ برید وکړ او د ایران لس دپلوماتان او یو خبریال یې ووژل. هغه مهال نږدې وه چې دواړه خواوې سره جګړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ایران حکومت د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د هغوی د سفارت او کونسلګریو امنیت تامین کړي. ایران دا غوښتنه له هغه وروسته وکړه چې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې یو شمېر افغانانو د ایران په ضد مظاهرې وکړې او د هغوی په کونسلګرۍ یې برید وکړ.

دا مظاهرې له هغې وروسته وشوې چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویدیوګانې خپرې شوې او په کې ادعا شوې وه چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند شوی دی. خو ایراني چارواکو دا راپورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG