د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د ځینو دولتي ادارو د سیاسي فعالیتونو پر ممنوعیت ټینګار کړی


ارګ د عدلي او قضايي ادارو مامورین او د امنیتي او دفاعي بنسټونو منسوبین له سیاسي فعالیتونو څخه منع کړي دي.
ارګ د عدلي او قضايي ادارو مامورین او د امنیتي او دفاعي بنسټونو منسوبین له سیاسي فعالیتونو څخه منع کړي دي.

ارګ د عدلي او قضايي، امنیتي او دفاعي بنسټونو او دې ته ورته تشکیلاتو درلودونکو ادارو د مامورینو او منسوبینو د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي فرمان یو ځل بیا له رسنیو سره شریک کړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، په دغه فرمان کې د عدلي او قضايي ادارو کارکوونکي، د امنیتي او دفاعي بنسټونو منسوبین او دې ته ورته تشکیلاتو درلودونکې ادارې له سیاسي فعالیتونو څخه منع کړي دي.

د دغه فرمان له مخې، قاضیان، لوی څارنوالان، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست منسوبین نه شي کولی، چې د سیاسي ګوندونو غړیتوب ولري او یا هم سیاسي فعالیتونه ترسره کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‌الله آزاد امریکا غږ آشنا ته وویل، په دې فرمان کې د اړوندو ادارو له مامورینو او منسوبینو څخه غوښتل شوي، که د کوم سیاسي ګوند غړیتوب لري نو په رسمي توګه دې له خپل غړیتوب څخه لاس واخلي.

ښاغلي آزاد وویل "د عدلي او قضايي ادارو مامورین او منسوبین، یعنې ستره محکمه او لویه څارنوالي او امنیتي او دفاعي ادارې، یعنې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه او د ملي امنیت ریاست، دوی نه شي کولی د سیاسي ګوندونو غړیتوب ولري او یا هم په لاریونونو، غونډو، اعتصابونو او ناستو کې ګډون وکړي".

د دغه فرمان پر بنسټ، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي او له دندو څخه به ګوښه شي، چې له فرمان څخه سرغړونه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې سرغړونکي به عدلي او قضايي بنسټونو ته هم معرفي شي.

د ښاغلي آزاد پر وینا، دغه فرمان شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ولسمشر غني صادر کړی وو، چې اوس له رسنیو سره شریک شوی دی.

د ملکي دولتي ادارو مامورین په دې فرمان کې شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG