د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو خلاف چاپو د اسلام اباد د سبزي منډيي کاروبار سوړ کړی - سوداګر


د پاکستان د اسلام اباد د سبزي منډيي کارکوونکي افغان کډوال وايي، مزدوري نشي کولای او ادعا کوي چې که څه هم قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس نیسي او ځوروي یې.
د پاکستان د اسلام اباد د سبزي منډيي کارکوونکي افغان کډوال وايي، مزدوري نشي کولای او ادعا کوي چې که څه هم قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس نیسي او ځوروي یې.

د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د سبزي منډيي یو شمېر کارکوونکي وايي له هغه راهیسې چې پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي، په دغه منډيي کې کاروبار سوړ شوی دی.

د اسلام اباد سبزي منډيي په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د مزدورۍ یو له تر ټولو لویو مارکیټونو بلل کیږي چې اوس پکې د افغانانو شمېر تر پخوا کم شوی او د منډيي ځايي کارکوونکي وايي، له امله یې د دوی کاروبار هم متاثره شوی دی.

د مومندو اوسېدونکی ولي الله امریکا غږ ته وویل:"دلته داسې نیول پکې شروع وو، چې په منډيي یې دومره اثرات پرېوتي دي، چې خلکو ته سامانونه همداسې پراته وو. ځکه چې هر سړی په تېښته کې دی او په مصیبت کې دی، چې ومو نه نیسي. او له نیولو سره سره روپۍ اخلي."

ددغه منډيي کارکوونکي افغان کډوال وايي، مزدوري نشي کولای او ادعا کوي چې که څه هم قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس نیسي او ځوروي یې.

په اسلام اباد کې د تحصیلدار په نوم یو افغان کډوال امریکا غږ ته وویل: "زه له چوکه را روان وم، بس ویې نیولم. د یو این ایچ سي ار کارټ هم راسره وو، افغانی کارټ هم راسره وو، هغه یې راڅخه واخیستل. ګاډي کې یې کښېنولی وم، یو ساعت یې ګرځولم، بیا یې دوه زره روپۍ واخیستې، پرې یې ښودلم."

د جاوید په نوم یو بل افغان دوکاندار بیا وايي، له کلونو کلونو یې دلته کاروبار کړی، خو اوس د پولیسو له نیولو او ځورولو تنګ شوی او دده په خبره، کاروبار یې هم متاثره شوی دی.

جاوید وايي: "کار روزګار ته مو نه پرېږدي او خپل کاروبار په ډار باندې کوو. له موږ سره د کډوالو کارټونه شته، خو اوس د هغوی ټولو وخت تېر شوی دی. له ما سره په دوکان کې یوه مزدور کار کاوه، نن یې پنځمه ورځ ده چې نیولی یې دی."

خو د اسلام اباد پولیس وايي د مرکزي حکومت له پرېکړې سره سم، یوازې د هغو کډوالو په خلاف اقدام کوي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له دغه هېواد څخه د ناقانونه کډوالو د وتلو دپاره یې یوه میاشت مهلت ټاکلی دی.

په پاکستان کې سیاستوال او څېړونکی افراسیاب خټک د پاکستان دا پرېکړه "غیرقانوني او غیرانساني" بللې او وايي پلي کول یې شوني نه دي.

هغه له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دغو افغانانو په پاکستان کې ۳۰ او ۴۰ کاله تیره کړي دي. دلته کورونه، کاروبارونه او بچي لري. دا چې دوی بیرته هغه ځای ته لیږل کیږي چې د خطر له کبله ورڅخه راغلي، غیرانساني عمل او له بین المللی قوانینو سرغړونه ده."

ښاغلی خټک وايي، پاکستان په دغه هېواد کې د افغان مهاجرو د قانوني موقف په اړه په لوی لاس سپیناوی نه دی رامنځته کړی او له دغو مهاجرو څخه د "سیاسي فشار د الې" په توګه کار اخلي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې ده، چې افغان کډوالو ته دې وخت ورکړل شي، تر څو په خپله خوښه بېرته خپل وطن ته ستانه شي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG