د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې احتمالي بشري ناورین اسرائیل اندېښمن کړی


د غزې په تړانگې باندې له څلورو کالو حملې او د حماس د ډلې پر وړاندې له ٥٠ ورځنۍ جگړې وروسته د اسرائیل حکومت اوس په خپل گاونډ کې د احتمالي بشري ناورین له رامنځ ته کیدو نه ډاریږي.

په همدې خاطر د اسرائیل حکومت د نړیوالې ټولنې نه غوښتي چې د غزې په تړانگه کې څو پرمختیایي پروژې تمویل کړي چې په دې توگه په سیمه کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو مخه ونیول شي.

د اسرائیل ددغې غوښتنې په غبرگون کې قطر د مثبت ځواب ویلو نه ډډه کړې او له نورو هیوادونو نه یې هم غوښتي چې د اسرائیل غوښتنې ته منفي ځواب ورکړي. خو تر اوسه نده څرگنده شوې چې نور هیوادونه به په غزه کې د پروژو په تمویل کې ونډه واخلي او که نه.

له بلې خوا نړیوال بانک ویلي دي چې اسرائیل اوس دا درک کړې ده چې په غزه کې بشري ناورین په ټوکیدو دی. نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "تمویلونکي به هغه وخت پانگونې ته وهڅیږي چې هلته د دوامداره ودې لپاره شرایط رامنځ ته شي."

د غزې تړانګه

د غزې تړانگه د اسرائیل او مصر ترمنځ پرته ده. د حماس سخت دریځو دغه سیمه په ٢٠٠٧ کال کې د فلسطیني مقاماتو نه چې نړیوال یې ملاتړ کوي، ونیوله.

مصر او اسرائیل د ۲۰۰۷ کال راپدیخوا د غزې تړانگه محاصره کړې چې پر حماس باندې فشار راشي او کمزوری شي. اسرائیل او حماس د ٢٠٠٧ کال راهیسې درې ځله جگړه کړې ده او د اسرائیل حکومت د غزې د حالاتو په اړه د حماس ډله گرمه بولي او وایي چې د غزې د محاصره کولو پرته بله چاره نلري. دوی وایي چې حماس لاهم د اسرائیل پر ضد دسیسه کوي.

همداشان د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، په غزه کې د حکومتي مامورینو د معاشونو د بندولو له لارې هڅه کړې چې پر حماس باندې فشار راوړي چې پدغه سیمه باندې بیرته خپل واک ټینگ کړي.

نړیوال بانک ویلي دي چې په غزه څه دپاسه ۴٠ فیصده کاري قوه له بیکارۍ نه رنځیږي،. د نلونو اوبه د څښاک وړ ندي او خلک په ٢۴ ساعتونو کې یواځې د څو محدودو ساعتونو لپاره بریښنا لري.

XS
SM
MD
LG