د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبې نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) د پاکستان ملي لوبډلې ته د درې ۲۰ اوریزو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم کړه.
د پاکستان لوبډله چې د لوبو لپاره استرالیا ته تللې، په نننۍ لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته کوربه لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو نسبتا ټیټ هدف ځکه وټاکه چې ټول لوبغاړي یې په ۱۸ اورونو کې وسوځېدل.
استرالیا دغه هدف په دولسم اوورکې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د استرالیا مارکس سټوینس په ۲۷ توپونو ۶۱ منډې وکړې او ددغه لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پاکستان لپاره ترټولو زیاتې ۴۱ منډې پخواني کپتان بابر اعظم وکړې.
د پاکستان تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي یو لوبغاړی وسوځاوه. د هغه په درې اورونو کې استرالیا ۴۳ منډې وکړې.
د پاکستان د بل تیز توپ اچوونکي حارث روف په دریو اورونو کې کوربه لوبډلې ۳۴ منډې وکړې. روف په خپلو دریو اورونو کې ونه توانېد چې د استرالیا کوم لوبغاړی وسوځوي.
د استرالیا لپاره توپ اچوونکي ارون هارډي د پاکستان درې او سپینسر جانسن او اډم زمپا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
پاکستان د نومبر په ۱۴مه ددې لړۍ لومړنۍ لوبه په ۲۹ منډو او د نومبر په ۱۶مه دوهمه لوبه په ۱۳ منډو بایللې وه.
د استرالیا توپ اچوونکی سپینسر جانسن، چې په درېو لوبو کې یې د پاکستان اته لوبغاړي وسوځول، ددې لړۍ ترټولو غوره لوبغاړی شو.
له دې وړاندې پاکستان له کوربه لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ۲-۱ ګټلې وه.
فورم \ دبحث خونه