د لاس رسي وړ اتصالات

د اذربایجان او ارمنستان شخړه؛ باکو کې د زرګونو کسانو لاریون


د نګورنو کاراباخ دغه سیمه د اذربایجان او ارمنستان د ۱۹۹۰ لسیزې جګړې یادګار دی
د نګورنو کاراباخ دغه سیمه د اذربایجان او ارمنستان د ۱۹۹۰ لسیزې جګړې یادګار دی

د اذربایجان په مرکز باکو کې یو شمیر مظاهره کوونکي تر لاریون وروسته د پارلمان ماڼۍ ته ننوتل، خو د بلوا ضد پولیسو په لسګونو کسان ونیول.

د اذربایجان په مرکز باکو ښار او ددې هیواد په څو نورو ولایتونو کې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) د کروناویروس د محدودیتونو سربیره په زرګونو کسانو د پوځ په پلوۍ لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه وروسته له هغه کیږي چې د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په سرحدي نښتو کې ۱۱ اذربایجاني سرتیري او یو ملکي وګړی او همداشان څلور ارمنیستاني امنیتي کسان وژل شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان په نويېمې لسیزه کې د نګورنو کاراباخ د غرنۍ سیمې پر سر جګړه کړې ده.

د نګورنو کاراباخ سیمه چې دننه په اذربایجان کې پرته ده او د ارمنیانو له خوا اداره کیږي په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې خپله ازادي اعلان کړې ده، خو اذربایجان هغه خپله خاوره ګڼي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې نړیواله ټولنه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په وروستیو نښتو اندیښمنه ده، ځکه ده جګړه د قفقاز د جنوبي سیمو د بې ٍباتۍ سبب ګرځي، هغه سیمه چې د اذربایجان د تیل او ګاز د غزیدلي پایپ لاین له لارې نړیوال بازار ته رسوي.

XS
SM
MD
LG