د لاس رسي وړ اتصالات

د بالامرغاب ولسوالۍ د قومندانۍ سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


د بادغیس د ولایتي شورا مسؤلین وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تېرو درې ورځو سختو نښتو له امله نن شنبه وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرکز نیولی دی.

وسله والو طالبانو له تېرو درې ورځو راپدېخوا بالامرغاب ولسوالي محاصره کړې وه.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې په امنیه قوماندانۍ کې لسګونه پولیس چې له تېرو درې ورځو یې مقاومت کاوه په سیمه کې د ملي اردو یو کنډک ته تللي دي.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه اوس هم روانه ده.

له تېرو درې ورځو بالامرغاب کې سختې نښتې روانې دي
له تېرو درې ورځو بالامرغاب کې سختې نښتې روانې دي

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي هم امریکا غږ ته وویل، چې پولیسو د ځان د خوندیتوب په هدف د بالامرغاب امنیه قومانداني پریښې او د مرغاب سیند هغې غاړې ته د ملي اردو د درېیمې لوا کنډک کې له ملي اردو سره یو ځای شوي دي.

ښاغلي شهابي زیاته کړه، چې د افغانستان دفاع وزارت لومړی مرستیال یاسین ضیاء هم د بالامرغاب د جګړې د مدیریت لپاره دغه ولسوالۍ ته رسېدلی او په سیمه کې د وسله والو د ځپلو په هدف ځمکني‌ او هوايي عملیات پيل کړي دي.

د بادغیس د والي ویاند همدارنګه وویل، چې د تېرې شپې په نښتو کې څلور افغان پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي او همدارنګه ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

طالبانو هم منلې چې د بالامرغاب د امنیې قوماندانۍ ودانۍ او محبس یې نیولي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه واقعیت نه‌لري.

نوموړي ویلي، چې افغان ځواکونو د بالامرغاب د امنیه قومندانۍ محاصره ماته کړې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ همدارنګه د دغه ولایت پر ابکمري ولسوالۍ هم د طالبانو د حملې خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د یادې ولسوالۍ د ودانۍ تر نیولو وروسته د ولسوالۍ ودانۍ سوځولې او ګڼ پوځي وسایل یې هم له ځان سره وړي دي.

خو د بادغیس ولایتي چارواکي بیا پر ابکمري ولسوالۍ د طالبانو حمله ردوي او زیاتوي چې یوازې دوې پوستې سقوط شوي چې وروسته د افغان سرتېرو لخوا نیول شوي دي.

د والي ویاند جمشید شهابي وویل چې د ابکمري په نښته کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی او ۸ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG