د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ویجاړونکو سیلابونو ته ملي‌ او نړیوال غبرګونونه


د مرکزي بغلان یو شمیر خلک د خپلو عزیزانو د خښولو پر وخت چې په وروستیو سیلابونو کې مړه شوي
د مرکزي بغلان یو شمیر خلک د خپلو عزیزانو د خښولو پر وخت چې په وروستیو سیلابونو کې مړه شوي

په بغلان کې د سیلابونو له راوتولو یوه ورځ وروسته چې په کې لسګونه کسان مړه شول د دغه ولایت اوسیدونکي‌ د طالبانو د مرستې رسولو په بهیر انتقاد کوي‌ او وايي‌ چې خلک اوس هم د جسدونو په موندلو کې بوخت دي.

د مۍ په لسمه (ثور ۲۱) د بغلان ولایت په برکه، نهرین،‌ مرکزي‌ بغلان او د پلخمري‌ په ځینو برخو کې د سختو سیلابونو د راوتولو له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شوي‌ او زیات شمیر نور ټپیان دي.
د نهرین ولسوالۍ اوسیدونکي‌ احمد شعیب امریکا غږ ته وویل چې د سیلاب له راوتلو ۲۴ ساعته تیر شوي‌ خو زیانمنو ته تر اوسه هیڅ مرسته نه ده رسیدلې.

شعیب زیاته کړه: ”خلک د خوړو او ډوډۍ په ګډون بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. زموږ کورنیو خپل هرڅه له لاسه ورکړي‌ دي او له نورو کلیو چې مې معلومات ترلاسه کړي‌ دي‌ تر اوسه زیانمنو سره هیڅ مرسته نه ده شوې."

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې په دغو سیلابونو کې له ۱۰۰۰ زیات کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي‌ دي.

د بغلان د نهرین ولسوالۍ د شیخ جلال کلي یو اوسیدونکي احمد فواد (مستعار نوم) امریکا غږ ته وویل چې په کلي‌ کې د زیات شمیر کسانو کورونه تخریب شوي دي او خلک د سیلابونو د بیا راوتلو له ډاره د غره لمنې ته ختلي دي.

هغه له سیلاب ځپلو سره د مرستې په اړه د طالبانو پر بې وسۍ انتقاد وکړ او ویې ویل چې د غږ اوریدلو یې څوک نشته ”وروسته له هغې چې زموږ سلګونه هیوادوال مړه شول نن غرمه د طالبانو یو شمېر ځواکونه په هلیکوپټرو کې زموږ سیمې ته راورسېدل او لږ شمیر ټپیان یې انتقال کړل.“

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې جدي‌ اقدام وکړي.

فایق د شنبې په ورځ مۍ یولسمه (ثور ۲۲) په خپل ایکس کې لیکلي چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او اړتیا ده چې نړیوال بنسټونه له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

همدا شان د بشري‌ حقونو په برخه کې د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري‌ او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم په خپلو ایکس پاڼو کې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره په مرستو ټینګار کړی او له طالبانو څخه یې غوښتي‌ چې په دې برخه کې جدي‌ اقدامات ترسره کړي.

طالبانو ویلي‌ چې بغلان ته یې لسګونه روغتیايي ډلې لیږلي دي او له تیرې ورځې راهیسې یې په دغه ولایت کې د ژغورنې عملیات پیل کړي‌ دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي‌ چې لسګونه ټپیان یې په هلیکوپټرو کې روغتونونو ته انتقال کړي دي او د سیمې اوسیدونکو ته د مرستو رسول دوام لري.

طبیعي پيښو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو د عالي‌ کمیسیون ريیس عبدالغني‌ برادر له مسولو بنسټونو څخه غوښتي‌ چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

بغلان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په تړاو د طالبانو پر اقداماتو انتقاد په داسې حال کې کېږي ‌چې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو په اساس په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ کسا مړه شوي او له زرو څخه زیات کورونه تخریب شوي دي.


افغان سوداګر میرویس عزیزي‌ د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي‌ چې دا مرستې به ژر زیانمنو کسانو ته ورسول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG