د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان ته د منظور پشتين پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بنديز لګول شوی


د پاکستان پوليسو تر دې مخکې هم منظور پشتين څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی چې نوموړی د پاکستان د دولت پر ضد د خلکو د پارولو هڅه کوي.
د پاکستان پوليسو تر دې مخکې هم منظور پشتين څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی چې نوموړی د پاکستان د دولت پر ضد د خلکو د پارولو هڅه کوي.

د بلوچستان ايالتي حکومت د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) پر مشر منظور پشتین دغه ايالت ته پر ورتګ تر۹۰ ورځو بندیز لګولی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه (وږی ۱) په يوه اعلاميه کې ويلي چې د عامه نظم او امنيت ساتلو په موخه منظور پشتین د ۹۰ ورځو لپاره اجازه نه لري چې د کوټې په ګډون د بلوچستان نورو سيمو ته سفر وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت دا ګام غندلی او پر دې يې خواشينې څرګنده کړې ده. غورځنګ ويلي چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې د هغه هېواد هر وګړی له يو ځايه بل ځای او د هغه هېواد نورو سيمو ته سفر کولای شي.

د پي ټي اېم د بلوچستان ايالتي څانګه وايي چې پشتين اعلان کړی وو چې د اګست له ۲۵مې (وږی ۴) به د يوې اونۍ لپاره د هغه ايالت دوره کوي او بېلا بېلو پښتون مېشتو سيمو ته به سفرونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي د روان ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۱مې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليدل کتل پيل کړي دي.

د پشتين په مشرۍ د پي ټې اېم ځانګړي پلاوي د پاکستان تحريک انصاف، جمعيت علمای اسلام، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د يوشمېر نورو سياسي ګوندونو او ډلو له مشرانو او مخکښانو سره ليدلي او هغوی ته يې د ۱۱م اکتوبر په جرګه کې د ګډون بلنې ورکړې دي.

پشتين د جولای پر ۱۲مه (چنګاښ ۲۲مه) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

نوموړي زياته کړې وه: "پر ۱۱م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو. ټول پښتون ولس ته به، د ټول پښتون ولس نماينده خلکو ته به، د ملنګ په شان به کلي کلي ته ننوځم او هغوی ته به په خپلو لاسونو دعوت ورکوم، جولۍ به ورته اچوم چې قام غرقيږي، راووځئ".

د پي ټي اېم د مرکزې کمېټې يو غړي او د بلوچستان څانګې مخکښ زبير شاه اغا رسنيو ته ويلي چې بلوچستان ته د پشتين نه پرېښودل د پاکستان د اساسي قانون سرغړونه ده.

نوموړي زياته کړه: "له پلان سره سم به منظور پشتين په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې له سياسي، قبايلي، مذهبي او ولسي مشرانو سره کتل. پر دې سربېره به هغه د بېلا بېلو اتحاديو مخکښانو ته هم د ۱۱م اکتوبر په جرګه کې د ګډون بلنه ورکول."

تر دې وړاندې هم بلوچستان ته د منظور پشتين پر ورتګ څو ځلې بنديزونه لګول شوي خو بيا هم هغه هلته تللی دی.

نوموړی چې کله په وروستي ځل بلوچستان ته تللی و، د ايالتي پوليسو د ۲۰۲۳م کال د دسمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله نوموړی د چمن پرلت ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. د بلوچستان پوليسو وروسته هغه د اسلام اباد پوليسو ته سپارلی وو.

د چمن انتظامي مشر راجا اطهر عباس هغه وخت تور پورې کړی وو چې د پشتین خلاف يې ځکه قضيه درج کړې او هغه يې ځکه نیولی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور رد کړی وو او ويلي يې وو چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نخښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG