د لاس رسي وړ اتصالات

پي ټي‌ ام ادعا کوي چې د افغان کډوالو د ستنولو ضد لاریون یې کوټې ته نه پرېښودل کېږي


له چمن څخه د کویټې په لور د پي ټي ایم لاریون
له چمن څخه د کویټې په لور د پي ټي ایم لاریون

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) لسګونه غړو چې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې په چمن کې د احتجاجي پرلت د ملاتړ په مقصد له چمن ښار څخه د کوټې په لور پلی لاریون پیل کړی و په کچلاغ سیمه کې پولیسو درولي دي.

پاکستاني مقاماتو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ملک مجید کاکړ چې دوی دا وخت په کچلاغ سیمه کې دي، وویل چې پولیس یې د کوټې پر لور تلو ته نه پرېږدي: «دا وخت له چمن څخه هم د لغړي اتحاد ګڼ شمېر کسان زموږ له پرلت سره د یوځای کېدو لپاره رارسېدلي دی. موږ اوس دلته خپلو کې د راتلونکې تکلارې جوړولو لپاره غونډه کوو.»

د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې څلورو سیاسي ډلو، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا میپ (خوشال خان کاکړ ډله)، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ چې پر ډیورنډ کرښه د ځايي سوداګرو لپاره د پاکستاني پاسپورټ درلودلو شرط نه مني او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو خلاف یو پراخ سیاسي اتحاد جوړ کړی دی.

امریکا غږ د پي ټي اېم له مرکزي غړي ملک مجید څخه وپوښتل چې تاسې له خپلو اتحادیانو سره یوځای ولې لاریون نه کاوه، هغه یې په ځواب کې وویل: «دا لاریون یوازې د چمن پي ټي ایم ملګرو اعلان کړی وو، دا لاریون له تېرو درېوو ورځو راهیسې راروان وو، خو کچلاغ ته چې راورسېدلو نو پولیس ځواکونو سخت مقاومت وکړ. اوس زموږ ډېر ملګري رارسېدلي دي. دا وړاندیز هم دی چې د پښتنو پر نورو سیاسي ګوندونو غږ وکړو چې له موږ سره یوځای شي.»

خو له امریکا غږ سره په خبرو کې د پښتونخوا میپ خوشال خان کاکړ ډلې صوبايي مشر نصرالله خان زېري وویل، چې دوی غواړي چې خپل احتجاجونه خیبر پښتونخوا ته وغځوي: «موږ کوښښ کوو، چې د جنوبي پښتونخوا غوندې خپل سیاسي اتحاد په خیبر پښتونخوا کې هم جوړ کړو. پښتنو ته ډېرې غټې ستونزې ورپېښې دي. کاروبارونه یې خراب شول، له افغان کډوالو سره ظلم روان دی. پر چمن-بولدک زموږ د خلکو اقتصاد ته سخته ضربه رسېدلي. دې حالاتو ته په کتو موږ غواړو چې خپل اتحادونه او احتجاجونه پراخ کړو.»

د پي ټي اېم د لاریون ګډونوال د نومبر پر ۱۹مه پښین ته ورسېدل او پر سړک یې د کوټې پر لوري تګ ته دوام ورکړ خو اوس پولیسو له کچلاغ سره ایسار کړي دي.

لاریونوال د چمن - بولدک پر لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ایستل غندي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ اته مخکښ غړي او فعالان خوشې کړي.

لاریونوال وايي چې کوټې ته په رسېدو هلته د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره پرلت وهي.

د خیبر پښتونخوا د درابڼ سیمې پولیسو د غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د نومبر پر ۱۴مه په چمن کې پرلتوالو ته تر وینا یوه ورځ وروسته هغه مهال ګرفتار کړ چې ډېره اسماعیل خان ته پر لاره و.

د ډیره اسماعیل خان پولیسو د مشال راډیو ځايي‌خبریال ته ویلي وو چې د درابڼ تاڼې پولیسو علي وزیر په دوو مقدمو کې ګرفتار کړی او بيا يې د ډېره اسماعيل خان پوليسو ته سپارلی دی.

د نوموړي په ګډون د غورځنګ اته غړي د ریاست پر ضد د ویناګانو، د عامه نظم ګډوډولو، د سرکار په کار کې د مداخلت او نورو تورونو له کبله په زندان کې دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو په سیمو کې د ناامنۍ پرضد او د خپل قام د حقونو لپاره سوله ییزه او د قانون په چوکاټ کې مبارزه کوي.

د غورځنګ پلویانو د نومبر پر ۱۷مه له چمن څخه احتجاجي لاریون پر داسې مهال پیل کړی چې هلته ګڼو خلکو د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د عملي کېدو ضد پرلت وهلی دی.

پرلت کوونکي غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د نومبر له پیل راهیسې پر چمن – بولدک لاره د پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ درولی دی او وایي چې د دغه اقدام موخه یې په ملک کې امنیت ساتل او د قاچاق مخنیوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت اسناد نه درلودونکو بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ مې پورې مهلت ورکړی وو چې له هېواده ووځي. د مهلت تر پوره کېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو د ستنېدنې بهیر ګړندی شوی او تراوسه لکونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له چمن پرته د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم پر هغه لار د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت پر شپږمه ورځ هم دوام لري.

د پاکستان حکومت وايي چې له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG