د لاس رسي وړ اتصالات

'د کابل ـ بامیان لویه لاره له درې ورځې عملیاتو وروسته پرانیستل شوه'


د افغانستان د دفاع وزارت د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې د کابل – بامیان دویم نمبر لویه لاره د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د دغه قول اردو ویاند ایمل خان مومند امریکا غږ ته وویل دغو عملیاتو درې ورځې دوام وکړ او په کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه وویل: "زموږ ځانګړو قوتونو عملیات درلودل، چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ سره د دښمن ۱۱ تنه ووژل شول او د لویې لارې مسیر پرانیستل شو".

ښاغلي مومند زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې افغان نظامیانو او ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د چارواکو په وینا طالبانو په وروستیو میاشتو کې د دغې لویې لارې په اوږدو کې ماینونه ښخ کړي وو چې له امله یې لاره د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

د میدان وردګو سیمه‌ییز چارواکي هم تائیدوي چې دغه لاره نن سهار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

خو د کابل ـ بامیان پر لویې لارې د موټرو چلونکي وايي چې له درې ورځو راهیسې یو موټر هم د جلریز له لارې تګ راتګ نه دی کړی.

د خلیفه هادي په نوم یو ډریور وویل: "د لویې لارې په اوږدو کې جګړه وه موټرو تګ راتک نه کوه او موږ درې ورځې کېږي چې په دغه مسیر سفر نه دی کړی خو نن ویل کېږي چې لاره پرانیستل شوې".

د میدان وردګو سیمه‌ییز چارواکي او د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وايي چې لا هم د جلریز اړوند سیمو، زیوالات او هوايي پل کې چانیز عملیات دوام لري خو امنیتي ځوانکونو دغه لاره نن سهار د ترافیکو پر مخ پرانیستلې ده.

XS
SM
MD
LG