د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې خرڅه شوې ماشومه بیرته کورنۍ ته ستنه کړل شوه


هغې کورنۍ چې څه موده مخکې یې په بامیان ولایت کې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د بیوزلۍ او فقر په وجه خرڅه کړې وه، د امریکا غږ د رپوټ له خپریدو وروسته خپل ماشوم بیرته ترلاسه کړ.

دغه کوچنۍ ماشومه چې نوم یې ندی ذکر شوی له اوو میاشتو وروسته بیرته د بامیان په شینه کلي کې د مور غیږ ته ورغله.

د ماشومې مور او پلار موسی او رقیه (مستعار نومونه) په اړه د امریکا د رپوټ له خپریدو وروسته د بامیان محلي ادارې دې موضوع ته یوه ځانگړې کمیټه وټاکله او د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۲) دغه ماشومه چې اوس نهه میاشتنۍ ده خپلې کورنۍ ته تسلیم کړای شوه.

دغه کورنۍ پنځه نور ماشومان هم لري، وایي هغوی ددې اقدام هرکلی کوي او د حکومت او مرستندویه ټولنو نه د مرستې هیله لري.

د ماشومې مور رقیه د امریکا غږ نه مننه وکړه او وویل: "زه یوه مور یم، هیڅ مور نشي کولای چې له خپل ماشوم نه جلا اوسي، دا رسنۍ وې چې ماشومه مې بریته راغله، ډیر خوشحاله یو."

بیوزلۍ او فقر دغه کورنۍ دې ته اړه کړه چې خپله ۴٥ ورځنۍ لور د ٥٠زرو افغانیو په بدل کې وپلوري، چې نور ماشومان یې ژوندي پاتې شي.

د نجلۍ پلار موسی امریکا غږ ته وویل: "مونږ له ټو ادارو نه منندویه یو، مونږ دغه موضوع جرم نه باله. دا چې زمونږ ماشوم یې بیرته راکړ ډیره مننه کوو".

د بامیان مقامات وایي د امریکا غږ د رپوټ په اساس مو معلومات ترلاسه کړل او بیا لاس په کار شوو. هغه کمیټه چې ددې ماشوم د موندلو لپاره د محلي حکومت له لورې جوړه شوی وه وایي زیاتو بنسټونو ددغې کورنۍ سره د مرستو ژمنه کړې ده.

د بامیان د ښځو د چارو رئیس ذکیه رضایي امریکا غږ ته وویل: "ددې کورنۍ د راتلونکي ژوند په اړه د څو موسسو او بنسټونو سره خبرې شوي او ځینې لومړنۍ مرستې ورسره هم شوي او هڅه کوو چې ددې کورنۍ سره همکاري وشي چې دغې ماشومې ته تاوان ونه رسیږي."

هغه کورنۍ چې دغه ماشومه یې اخیستې وه وایي دوی د یوې موافقې په اساس ددې ماشومې د درملنۍ په مقصد چې د زړه په سوري اخته ده او همداشان ددې کورنۍ د نورو ماشومانو سره همکارۍ په خاطر دغه ماشومه اخیستې وه.

د بامیان ولایت د مقاماتو په وینا ددې ولایت شاوخوا ۶١ فیصده اوسیدونکي د بیوزلۍ او فقر د کچې لاندې ژوند کوي.

تیره اونۍ د بامیان محلي ادارې اعلان وکړ چې پدې ولایت کې څه دپاسه ٨٠٠٠ کورنۍ سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG